د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست زندانیان وايي بې سرنوشته دي


د خوست زندانیان
د خوست زندانیان

د خوست په زندان کې په سلګونه تنه د قتل، غلا، سړي تښتونې، د داخلي او خارجي امنیت پر ضد کړنو، شوکماران، اداري فساد او په نورو تورونو ککړ دي.

د خوست په زندان کې یو شمېر بندیان شکایت کوي، چې د دوی دویمه او درېیمه محکمه په خپل وخت نه تر سره کېږي او ډېر وخت د محکمې پرېکړې ته په تمه وي.


همدارنګه هغه کسان چې پیسې لري خوشي کیږي، خو که پیسې ونه لري نو کالونه، کالونه د زندان تر پنجرو شا ته پراته وي، خو ځايي چارواکي د بندیانو دا خبرې ناسمې بولي.

د خوست په زندان کې په سلګونه تنه د قتل، غلا، سړي تښتونې، د داخلي او خارجي امنیت پر ضد کړنو، شوکماران، اداري فساد او په نورو تورونو ککړ دي.

دوی شکایت کوي، چې ډیری یې بې ګناه په شخصي تعصبونو نیول شوي، په ټاکلي وخت يې اوله، دویمه او دریمه محکمه نه ترسره کیږي، په زندان کې د ژوندانه شرایط یې مناسب نه دي.

د غه څرګندونې په خوست کې زندانیانو د ولسي جرګې وکیلانو، د خوست د ځايي ادارې مسوولینو او د رسنیو استازیو سره په کتنه کې وکړې، دوی غوښتنه وکړه، چې اړوندې ادارې دې په منصفانه توګه د دوی قضیې له نظره تېرې کړې او بې ګناه کسان دې له بنده خوشي کړي.

یو تن سپینږیری چې له پنځو کالونو راهیسې په زندان کې بندي دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې په زندان کې د نامناسبو شرایطو یادونه وکړه:

"زه زرولي نومیږم دا پنځه کاله او دوې میاشتې کیږي، چې زه په دې زندان کې بندي یم، ما ته دوو محکمو د اعدام حکم راکړی دی، اوس بې سرنوشته پروت یم، یوه فیصله دې وکړي، څلور میاشتې مخکې کرزي یو فرمان صادر کړی وو، چې اعدام په قید بدل دی، یا دې اعدام راکړي یا دې قید راکړي، یو سرنوشت دې مالوم شي، ځکه چې اعدام شو هم ښه ده، ځکه چې دلته یو دوه سپین ږیري پراته وو، هغه په حق ورسیدل، زه دا غواړم چې له دې زندانه د هغې دنیا وفات کیدل هم ډېر ښه دي، چې شل کاله زما قید وای چې په دې کې یې دوه، دوه کاله ماته معافي راکولی بیا هم پنځلس شول او پنځه خو مې خپله تېر دي، دوې میاشتې هم اضافه پرې تېرې دي، نو خلاص نه وم."

یو بل تن زنداني وايي، چې که تورن کس پیسې و نه لري، نو له تورن سره په حکم کې ظلم کیږي:

"زه وکیل یم، مشکل مو دا دی چې زموږ حقوقي معامله وه، د افغانستان په اساسي قانون کې په حقوقي معامله بندي کیدل دا هم د قانون خلاف خبره ده، زموږ د ځمکې دعوه وه چې دا دی قواله يې په لاس لرو، په بازار کې نیول شوي یو، قوماندانۍ ته راغلو، له موږه شپږنیم زره ډالر وغوښتل شول، چې زموږ دا معامله حقوقي پاتې شي، چونکه موږ هغه شپږنیم زره ډالر ورنکړل نو حقوقي معامله مو په جزايي بدله شوه."

د شمس الله په نوم یو تن زنداني مشال راډیو ته وویل، چې له دوو کالونو راهیسې په بند کې دی او یوازې په دې شک چې تا مخکې په ګوانتانامو کې بند تېر کړی بې سرنوشته بندي دی:

"د خوست اکثره بندیان چې دي په شخصي بدو کې زندان ته راوړل شوي دي، یوازې په دې يې نیولی یم، چې ته په ګوانتانامو زندان کې بندي شوی يې په کیوبا کې، هغه ځای نه چې راخلاص شوی يې دا په خپله په دې دلالت کوي چې ته مجرم يې، په دوه نیمو کالونو کې مې دوسیه تائید شوې نه ده او په زندان کې بې ګناه پروت یم، له خپله دوکانه يې راپورته کړی یم، داسې اکثره بندیان دي چې بیګناه یې راوړي او دلته پراته دي، دوسیې يې په کالونو، کالونو ځنډېدلي دي، تائید کیږي نه، اوس چې بندي شواهد ونه لري او ثبوت و نه لري، که پيسې ولري خوشي کیږي او که پیسې و نه لري په زندان کې پاتې کیږي."

یو تن بندي چې د پاکستان د قبایلي سیمو اوسیدونکی دی وايي، چې په دې تور بندي شوی چې په پاکستان کې مې مسود او شییعه ګان ویشتي دي، حال دا چې دی په افغانستان کې هیڅ راز جرم نه لري:

"نوم مې بلال دی د پلار نوم مې زرمدین دی، زه خوست ته راتلم کله چې تقریباً ځاځي میدان ولسوالۍ ته راورسیدم، هغه ځای کې یې ونیولم زما ویښته هم اوږده وه او لباس مې هم ګډوډ غوندې وو، هلته يې چې زه ونیولم ما ته يې وویل، چې ته طالب یې ما ورته وویل چې زه طالب نه یم، نه د طالبان سره اړیکې لرم نه حکومت سره یم او نه طالبانو سره، هلته يې موږ ترهګرۍ ادارې ته وسپارلو، کله چې يې موږ امنیه قوماندانۍ ته راوړو، هلته مو شپږ دېرش یا اوه دېرش ورځې په کې تېرې کړې، اوس کله راته وايي، چې تا مسود ویشتي دي په پاکستان کې کله راته وايي، چې شییعه ګان دې ویشتي دي، د افغانستان په قانون کې نه زه څه جرم لرم، نه څه زما ثبوت شته، زما دوه کاله درې میاشتې دلته ووتې، چې اوله محکمه مې شوې ده، هغه هم شپاړس میاشتې وروسته مې اوله محکمه وشوه چې دوولس کاله قید يې راکړ، په قانون کې باید په نهو میاشتو کې زما قید مالوم شوی وای، ولې ما سره داسې ظلم وشو."

یو بل تن بندي د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا د خلکو پر کورونو د چپو خبره کوي او وايي په بې پیسو خلکو د ځانمرګو بریدنو تور لګول کیږي، خو که څوک پیسې لري او ګرم هم وي خوشي کیږي:

"بیچاره سړی دلته پروت دی، مالداره سړي سره که موټر بم هم ورسره وي، له دې ځایه ووځي، نو د خوست په حال باندې لږ رحم وکړئ، په کورونو باندې په شخصي معاملو چپې اچول کېږي، نه اسناد وي نه شواهد خو وايي، چې دلته ځانمرګي دي، موټر بم دی، د یوه کور پنځه کسان هم نیول کیږي، بل دا چې زموږ دوسیه دا دوې میاشتې کیږي، چې په څارنوالۍ کې ده، کابل ته نه ده تللې، که چیرې محکمه مو همدلته وشي."

د خوست د زندان مدیر روح الله کریمي مشال راډیو سره په خبرو کې د بندیانو ډیری نیوکې بې ځایه بولي او وايي چې په زندان کې بې سرنوشته بندیان نشته، هر کله چې د بندي یوه محکمه وشي نو هغه بې سرنوشته نشو بللی:

" لکه څرنګه چې دوی وايي، داسې نه ده، ځکه کله چې یې د زندان کېدو فیصله وشوه، ولاو که یوه فیصله يې هم وشي هغه ته موږ بې سرنوشت نشو ویلای، دلته دوسیې معیادي بڼه لري، ځنې دوسیې نقض شوي دي، وخت هم یو څه ډېر پرې تېر شوی، یا د سترې محکمې نه نقض شوي یا د ویمې محکمې نه، نوره بې سرنوشته نلرو، لکه یو تن چې ویل زما دوې محکمې شوې دي حال دا چې د هغه درې محکمې تائیدي شوي دي، د اعدام حکم پرې شوی دی."

د خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو سره په خبرو کې په عدلي او قضايي ادارو کې د مثبتو پرمختیاوو خبره کوي او وايي، چې اوسمهال په بند کې هېڅوک هم بې پوښتنې نه پاتې کیږي، خو زیاتوي چې د تحقیق په جریان کې او یا د دوسیې د جوړولو پر مهال یو شمېر ستونزې د دې لامل کیږي، چې د محکمو په جریان کې ځنډ پېښ شي:

"په خوست کې د عدلي او قضايي ادارو حالت تر پخوا ډېر بهتر بولم، هغه بهتري يې په دې کې ده چې نن د یو چا پوښتنه کېږي، چې د دې مجرم د دوسیې حالت به څرنګه وي، دا چې فیصله څرنګه کېږي دا په محکمه پورې اړه لري، خو اکثره وخت د فیصلو ځنډ له دې کبله وي، چې په پیل کې دوسیه سمه نه وي جوړه شوې، یا د څیړنې په وخت کې سمه څیړنه نه وي شوي، سم مالومات نه وي ورکړل شوي، ولې په هر صورت زه په خوست کې د زندان د زندانیانو او د عدلي او قضايي ارګانونو د حالت له بهترۍ خوښ یم."

د یادونې وړ ده دا مهال د خوست په زندان کې ۵۰۱ کسان توقیفي بندیان موجود دي، چې نیمايي يې د داخلي او خارجي امنیت د جرایمو په تور په بند کې دي، په یادو بندیانو کې دوولس تنه پاکستاني وګړي دي.

په خوست کې زندانیانو د ولسي جرګې وکیلانو، د خوست د ځايي ادارې مسوولین او خبریالان له زندانیانو سره ویني
په خوست کې زندانیانو د ولسي جرګې وکیلانو، د خوست د ځايي ادارې مسوولین او خبریالان له زندانیانو سره ویني




د خوست زندانیان
د خوست زندانیان


د خوست زندانیان
د خوست زندانیان
XS
SM
MD
LG