د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو او پښتونخوا امنیت څنګه عملي کېدای شي؟


سرچینه: ډان ورځپاڼه
لیکوال: روف خان خټک
ژباړه: شاهین بونیری


روف خان خټک لیکي، که یو سړې هر څومره قابلیت لري خو د قبایلي سیمو کې د امنیت او پرمختیا د ستونزو د هوارولو لپاره یو بشپړ نظام نه شي ورکولی بیا هم، په دې مایوسۍ کې ځېنې تصورات شته چې وړاندې کیدای شي.


وړومبې تصور د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د شاملولو دی. په صوبه کې د شاملیدو غوښتنه د قبایلي اولس نه ده. ولې بغیر د پولو په سر د جګړو او برمته کولو د ځني پیښو له کبله د دښمنیو پرته ـــ د غره د قبایلو او د صوبې د اولس ترمینځ اړیکې ښه دي. د غره قبایل غواړي چې د حکومت د واک نه بهر آزاد ژوند تیر کړي او خپلې معاملې د خپل قبایلي نظام په وسیله هوارې کړي.

دویم تصور دادی چې قبایلي سیمو ته د صوبې درجه ورکړل شي . د قبایلي سیمو نه ددې حق کې اوازونه اوریدل کیدې شي ـــ خو که چیرې یو ځل ددې خبرې سپیناوي اوشي چې د صوبې حیثیت څه معنا لري نو دا غوښتنه به خپل ټول خوند اوبایلي.

خټک لیکي ـــ د صوبې معنا ده یو منظم حکومت ــــ چیرته چې عدلیه، قانون، قانون ساز اداره، پولیس او ټیکسونه وي. ولې بل خوا د قبایلیت معنا ده ـــ د قبایلي نظام لاندې ژوند. قبایل به دا خوښه نه کړي ـــ چې د یو منظم حکومت لپاره ـــ د خپل قبایلي نظام نه لاس په سر شي ـــ ځکه چې د یو قبایلي ټول فکر د خپلې قبیلې نه ګیرچاپیره ګرځي.

په قبایلي سیمو کې ډیر خلک د دې خبرې سره څه جګړه نه لري که چیرې ایف سي آر د مینځه یوړل شي او یا په کې په لوي کچ اصلاحات اوشي ـــ په حقیقت کې ایف سي آر د یو تور قانون په توګه پیژندل شوې دی ــــ او د بشري حقونو دفاع کونکي، لبرل خلک او میډیا ورته د نفرت د یو علامت یا وسیلې په توګه ګوري.

روف خان خټک لیکي ــــ دا ټیک ده چې ایف سي آر د جدید فکر او د نوي دور د هلو ځلو سره سمون نه خوري خو آیا قبایلي نظام یو جدید نظام دی؟ قبایلي اولس ته د ددي نظام د لاندې ډیرې اسانتیاوی ترلاسه دي ــــ او که چیرې د ایف سي آر نه دوي ځان خلاصول غواړي نو په دې کې کومو اسانتیاوي له لاسه ورکولو ته دوي تیار دي؟
XS
SM
MD
LG