د لاسرسي ځای

تازه خبر

بوري او سیف الله کلا کې د جعلي وسلو پر ضد کیمپېن پیل


بوری - د لورالايي (بوری یې لرغونی نوم دی) او سیف الله کلا څو تنو ځوانانو د اختر په شپو کې په خپلو ښارونو کې د ماشومانو لوبو لپاره جوړو نقلي وسلو کارولو پر ضد څو ورځنی کیمپېن چلولی، او هم په دې لړ کې يې په لورالايي کې د اختر مېله او د پښتو يوه سیمه ييزه مشاعره هم جوړه کړې وه.


د يادو سیمو ځوانان وايي د دې لپاره چې ماشومان له نقلي توپنچو(تفنګچو) او ټوپکو سره بلد نه شي، د همدې پر ضد يې دا کیمپېن د اختر له ورځو پېل کړی، او په اينده کې به هم همداسې دوام ورکړي.

سلطان زخپېل چې په لورالايي کې يې د دې کیمپېن پېل کړی، د ټيلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل:

((موږ ځوانانو پر دې سوچ وکړ چې زموږ اکثره ماشومان په کلیو، محلو کې دا ربړي توپنچې کاروي. او دا مثالونه هم زموږ په سیمه او شا و خوا کې شته چې د دې نقلي وسلو په کارولو سره زموږ ډېری ماشومان ړانده شوي دي.))

د سلطان زخپېل په خبره د نقلي وسلو د استعمالولو پر ضد يې لومړی څو پمفلټه تقسیم کړل، او د ښار د مدني ټولنو له غړيو، سیاسي ډلو، تجارانو، علماو او ښوونکو سره يې بېلې بېلې غونډي وکړې، چې د ده په خبره ټولو يې د نقلي توپنچو او ټوپکو پر ضد د دې کیمپېن نه يواځې ملاتړ وکړ، بلکې د دوی کار يې بېخي زیات وستايه.

د اختر په شپو ورځو کې اکثره دوکانداران د ماشومانو د ساعت تېري لپاره نقلي وسلې خرڅوي، زخپېل زیاتوي له همدې دوکاندارانو سره يې ملاقاتونه وکړه، چې هغوی د دې پلورل بند کړي.

((موږ له دوکاندرانو او نورو تجارانو سره ولیدل. او هغو ته مو وویل چې زموږ دا کار ستاسو پر ضد نه دی، بلکې تاسو هم ماشومان لرئ. او موږ ستاسو د ماشومانو لپاره هم همداسې فکر مند يو. دا نقلي وسلې د هر ماشوم پر ذهن اثر کوي. نو موږ ورته وویل که تاسو د دې پر ځای نورې داسې کیلونې (د لوبو شیان) راوړئ نو د دې به زموږ په ټولنه ډېر ښه اثر وي.))

د لورالايي يا بوري د ځوانانو همدې کار ته په پام سره په سیف الله کلا کې هم يو شمېر ځوانانو ورته کیمپېن پېل کړ.

د سیف الله کلا د يوه ځوان سالم کاکړ په خبره په تېرو اخترونو کې به د ښار په پښتونستان څلور لاره ماشومانو په ډلو ډلو همدا نقلي وسلې د ساعت تېري لپاره کارولې او د يوه بل پر ضد به يې په ياده څلور لاره پوستې جوړي کړې. چې پر يوه بل به يې په دې نقلي وسلو بریدونه کول او د اختر درې ورځې به د دوی همدا ساعت تېری وو. خو د سالم په خبره د دوی له کیمپېن سره د ماشومانو دا پوستې دا ځل په لوی اختر کې نه وې.

((په دې تېر کوچني اختر کې هم زموږ د ښار ماشومانو په پښتونستان څلور لاره کې داسې مورچې جوړې کړې وې. او په هم دې به يې ساعت تېراوه. خو دا ځل چې موږ کیمپېن پېل کړ نو په لوی اختر کې دا مورچې ډېرې کمې وې.))

د لورالايي او سیف الله کلا د دې ځوانانو په خبره له دې کیمپېن څخه موخه دا ده چې ماشومان بايد په ماشومتوب کې له وسلې لرې او د دې پر ځای د ساعت تېري لپاره هم قلم، کتابچې او نقلي کمپيوټرې باید وکاروي چې په اينده کې يې د ټوپک پر ځاي مينه په قلم راشي.

د ویلو وړ ده چې تردې وړاندې اصلاً په جلال اباد کې د ((ځوانان په عمل کې)) په نوم ټولنې په لومړي ځل د لوبو له پاره د نقلي وسلو د کارونې پر ضد کيمپېن پیل کړ. دا کیمپېن بیا وروسته په خیبر پښتونخوا او بیا په کراچۍ کې هم پیل کړل شو.
XS
SM
MD
LG