د لاسرسي ځای

تازه خبر

هر ماښام پېښور کې طالبان ګشتونه کوي، اسفندیار خان


اسفندیار ولي خان د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره د مرکې پر وخت
اسفندیار ولي خان د مشال راډیو له خبریال خالد خان سره د مرکې پر وخت

چارسده - د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان تور پورې کړی دی چې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ناقصه تګلارو له کبله په پېښور کې وسله وال طالبان پر سړکونو ګزمې یا ګشتونه کوي.


د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې اسفندیار خان وویل، صوبايي حکومت په صوبې کې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی:

((په ایمان یې وایه. له ماښامه پس به ته پر کواټ روډ لاړ شې؟ په کواټ روډ هر ماښام ټریفېک بند شي او د طالبانو ګشت پر شروع شي. پر ورسک روډ باندې هغوی باقاعده هره شپه ګشت کوي.))

اسفندیار خان وویل، له مودو راهیسې ((چغې وهي)) او دا وايي چې تر هغو چې د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو نه وي ناست او تر ۲۰۱۴ز کال وروسته لپاره یې یوه سپینه، پاکه سټراټیژي نه وي جوړه کړې تر هغې د ترهګرۍ مسله نه شي حل کېدای.

ده وویل، د ملا برادر په اړه د پاکستان وزیر اعظم په امریکا کې وویل چې خوشې کړی یې دی خو طالبان وايي، لا یې نه دی خوشې کړی.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وویل: ((بقول طالبان [ملا برادر] په کراچۍ کې د آی اېس آی په سېف هاوس (محفوظ ځای) کې بند دی او هغه یې دومره ټارچر (وهلی، ځورولی) کړی دی چې هغه اوس دې پوزیشن کې نه دی)) چې خپله کورنۍ هم ورسره وګوري.

ده وویل چې د دوی د مخالفانو به دا دریځ وو چې نا امني د عوامي نیشنل ګوند د واکمنۍ له کبله ده نو د دوی د حکومت پای ته له رسېدو سره باید نا امني ختمه شوې وای خو داسې نه ده.

اسفندیار ولي خان زیاته کړه، پخوا به ویل کېدل چې ((پېښور یوه جزیره یا ټاپو دی او شا و خوا یې نا امني ده.)) اوس خو پر کلیسا او قصه خوانۍ بازار تر برید وروسته دا جزیره هم نه ده پاتې.
XS
SM
MD
LG