لواړګی - د قبایلي سیمو پرمختیايي ادارې جي اېس ډي پي په مرسته د خیبر اېجنسۍ په لواړګي کې د فټبال سیالۍ پیل شوې دي.
د دې سیالیو انتظامي چارې د لوبو ځايي تنظیم خیبر سپورټس کلب ته سپارل شوې دي.
د خیبر سپورټس کلب چارواکي وايي، د فټبال په دې سیالیو کې شا و خوا ۴۲ لوبډلې برخه اخلي او سیالیو کتو لپاره ورته هره ورځ په سلګونه خلک ورځي.
د دې کلب مشر معراج الدین مشال راډیو ته وویل چې د دوی په سیمه کې د ساعت تېري او سولې راوستو یوازینۍ ذریعې لوبې دي.
د خیبر سپورټس کلب عهدیدارانو وویل چې د فټبال د دې سیالیو په آخر کې به ټولو فټبال ټیمونو ته د قبایلی سیمې پرمختیایی ادارې (جي اېس ډي پي) له خوا د لوبو سامانونه او انعامونه هم ورکول کېږي.