د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اختر مشاعره - کاروان، سعود او اورکزی شعرونه وايي


د مشال راډیو اختر ځانګړو خپرونو پاڼې ته ښه راغلاست.


مشال راډیو خپلو ټولو ملګرو ته د لوی اختر مبارکي وايي. د تېر اختر په څېر دا ځل هم ستاسې له پاره مشاعره لرو.

په دې مشاعرې کې درې پېژندل شوي کسان زموږ مېلمانه دي چې تاسې ته به د خپلو شعرونو ډالۍ درکوي.

له خوسته راسره پیر محمد کاروان ملګری دی.

له پېښوره راسره سید شاه سعود د ټیلي فون پر کرښه دی او له متحده عرب اماراتو راسره ممتاز اورکزی د مشاعرې مېلمه دی.

په خپرونه کې له ما سره بوریوال کاکړ هم ناست دی او په خپلو شعرونو به مو ونازوي.

ممتاز اورکزی
ممتاز اورکزی


ممتاز اورکزی وايي:


زندان ويران شو
هر کور زندان شو

زه په چاک پروت يم
او هو!! باران شو

ته مهربان شوې
خدای مهربان شو

چرته به ځي نو
ځان مې روان شو

هم دا يې وس وو
ممتاز حيران شو

همدا راز، د سید شاه سعود یو غزل:


غږ د خزان شي ما ته، ته یادېږې
ګل پریشان شي ما ته، ته یادېږې

پخوا به تندر ته ورغاړه وتم
اوس چې باران شي ما ته ته یادېږې

سید شاه سعود
سید شاه سعود
په شاګردانو تخته نه پاکوم
ټکی چې وران شي ما ته ته یادېږې

لاس ترې له درده ډک راوګرځوم
اغزی مې ځان شي ما ته ته یادېږې

چې مې د کلي نه ځي ژاړم پسې
څوک چې روان شي ما ته ته یادېږې

چې د سیندونو په سینه سعوده
بندونه وران شي ما ته ته یادېږې


او د پیر محمد کاروان دا غزل هم باید ولوستای او واورېدای شي



تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پايو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جانانه


زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

پیر محمد کاروان
پیر محمد کاروان
د دعا نه ډکه لپه په ما وڅښه
په جامونو کې رانجه ښکاري جانانه

ته راياد شې چې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپين مارغه ښکاري جانانه

ستاله غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يې نشته زړه ښکاري جانانه

د بوریوال کاکړ، ممتاز اورکزي، سید شاه سعود او پیر محمد کاروان غزلونه او نظمونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG