د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر والي ارسلا جمال خاوروته وسپارل شو


Afghanistan - Governor Arsala Jamal, December 04, 2007
Afghanistan - Governor Arsala Jamal, December 04, 2007

د لوګر وژل شوي والي ارسلا جمال جنازه نن ماسپښین شوې ده. د نوموړي د جنازې لمونځ د کابل په عید ګاه جومات کې وشو چې ورته ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او ولسي وګړي ورغلي ول.

د لوګر وژل شوي والي ارسلا جمال جنازه نن ماسپښین شوې ده.
د نوموړي د جنازې لمونځ د کابل په عید ګاه جومات کې وشو چې ورته ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او ولسي وګړي ورغلي ول.


تر دې وروسته د ارسلا جمال مړی د ملي شورا په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

هلته ((د افغانستان د اسلامي تحریک فدايي محاذ)) په نوم یوې وسله والې ډلې د ارسلا جمال د وژنې پړه منلې ده. د قاري حمزه په نامه د يادې ډلې وياند نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته په لېږل شوي ليک کې ويلي چې په ياد بريد کې يوازي ارسلا جمال وژل شوی او ولسي وګړو ته پکې زيان نه دی اوښتی.

ارسلا جمال د اختر په لومړۍ ورځ د لوګر په مرکزي جومات کې د اختر تر لمانځه ادا کولو مخکې د وينا پر مهال په بمي چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې وروسته په پلټنو کې ښودلې وه چې بم د قرآن کريم په يو نسخه کې اېښودل شوی و خو د فدايي محاذ ډله ادعا کوي چې بم يې په سټېج یا دريځ کې ورته اېښی و.
XS
SM
MD
LG