د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانمرګي بريد د خيبر پښتونخوا يو صوبايي وزير وواژه

د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو وزير اسرارالله ګنډاپور نن په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د خيبر پښتونخوا د قانون او پارليماني چارو وزير اسرارالله ګنډاپور نن په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شو.


د چارواکو په وينا اول د لوی اختر په لومړۍ ورځ (چارشنبه يا شورو) په ډيره اسماعيل خان کې د هغه د کور مخې ته ډزې شوي او بيا ځانمرګي بريدکوونکي په ځان پورې چاوديدونکي مواد چولي چې په نتيجه کې يې د اسرار الله ګنډاپور تر څنګ اوه نور کسان هم وژلي.

د پوليسو په وينا پيښه کې ديرش کسان زخميان شوي هم دي او چارواکي وايي د وژل شوو او مړو شوو په شمېره کې زياتوالی امکان لري.

اسرارالله ګنډاپور د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف غړی وو.

د دې خبر تر ليکلو پوې کومې وسله والې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG