د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ۱۱نورو وزیرانو سوګند وکړ


د
د

په صوبايي کابینه کې به پنځه سلاکاران هم شامله وي، چې دوه دوه به یې پښتونخوا میپ او له مسلم لیګ ن او يو به یې له نېشنل ګونده اخیستل کېږي.

د بلوچستان صوبايي کابینې یوولسو نورو غړيو سوګند وکړ. چې په کې څلور د پاکستان مسلم لیګ ن، درې درې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نېشنل ګوند او يو هم د پاکستان مسلم لیګ ق غړی وو. که څه هم نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، پاکستان مسلم لیګ ق د دوی اتحادي ګوند نه دی، او پاکستان مسلم لیګ ن ورته له خپلې ونډې وزارت ورکړی.


د ن لیګ له خوا نوابزاده چنګيز مري، میر سرفراز بګټي، مير سرفراز ډومکي، اکبر آسکاني، شیخ جعفر مندوخېل د نېشنل ګوند رحمت بلوڅ، سردار اسلم بزنجو، مجیب الرحمان محمدحسني او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا نواب ایاز خان جوګېزی، ډاکتر حامد خان اڅکزي او سردار مصطفی خان ترین د وزیرانو په توګه لوړه وکړه. د څلورو میاشتو تر ځنډ وروسته چې د دوشنبې په ورځ صوبايي کابینه مکمله شوه، وزیراعلی وايي لومړنۍ غونډه به يې د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه راغواړي، چې په کې به تر ټولو زیات په امنيت خبرې کېږي.

؛ په ۲۲م تاریخ به موږ د کابینې لومړنۍ غونډه کوو، چې په هغه کې به د صوبې ټولې ستونځې د کابینې مخې ته کښېږدو. د بلوچستان اسمبلۍ ډېرې ايجنډاوې دي، چې هغه زه اوس تاسو ته نشم ویلای، کومې چې د وړاندې کولو دي، هغه به ټوله وړاندې کړو؛.

له دې سره د صوبايي حکومت له خوا ویل شوي، په صوبايي کابینه کې به پنځه سلاکاران هم شامله وي، چې دوه دوه به یې پښتونخوا میپ او له مسلم لیګ ن او يو به یې له نېشنل ګونده اخیستل کېږي.

د ویلو وړ ده چې په پاکستان کې د ۱۱ مۍ تر ټول ټاکنو وروسته په مرکز او ټولو صوبو کې کابینې جوړي شوې، خو په بلوچستان کې يواځې د اسمبلۍ دريو غړيو د وزیرانو په توګه لوړه کړې وه، چې تر څلور مياشتني ځنډ وروسته د کابینې د غړيو شمېر زیات کړل شو.

بلخوا د بلوچستان وزیر اعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ له مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وايي درې ورځې وړاندې يې د پاکستان مرکزي حکومت ته خط لیکلی چې په زلزله ځپلو سیمو کې دي نړیوالو مرستندويه ډلو ته د امدادي کارونه اجازه ورکړل شي. د وزیراعلی په خبره دی هیله من دی چې تر لوی اختر وروسته به مرکزي حکومت نړیوالو مرستندويه ډلو ته په سیمه کې د کار کولو اجازه ورکړي. ډاکتر عبدالمالک بلوڅ دا خبري د دوشنبې په ماځيګر د بلوچستان د کابینې د غړيو د سوګند اخیستلو په دستوره کې له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې کړې.

؛ ددې خط ځواب تر اوسه پورې راغلی نه دی. او تر اختر وروسته به يې ځواب راشي. د خط ځواب نه دی ناوخته شوی، بلکې موږ ورته ډېر ناوخته خط لېږلی دی. درې ورځې مخکې موږ ورته ولېږه. ځکه چې موږ په خپلو نورو کارونو کې بوخت وو. تر کومه ځایه چې د مرستندويه ډلو د کار خبره ده، نو هلته دا وخت هم اتلس نادولتي موسسې هلته کار کوي؛.
XS
SM
MD
LG