د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: سږنۍ اختر مو له امن او ګڼې ګوڼې ډک دی


خوستوال د اختر خوږې رانیسي. ۱۳م اکتوبر ۲۰۱۳
خوستوال د اختر خوږې رانیسي. ۱۳م اکتوبر ۲۰۱۳

د خوست ښار په بېلابېلو سیمو کې ګرځنده امنیتي پوستې جوړې شوي او پولیس کوښښ کوي، په دې شپو ورځو کې تر یوه بریده د پيښو مخه ونیسي.

په خوست کې دلوی اختر په شپو ورځو کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ده، ګڼ یې اختر سوداګانو رانیولو لپاره له اطرافو او نږدې سیمو څخه راځي.


د لوی اختر لپاره د ښار یو شمېر سړکونه او کوڅې د ګاړو او نورو ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي، ځنې خلک د ښار په منځ کې خوراکي شیان لکه کلچې، خواږه، بیلابیلې شرینۍ، همدارنګه نکریزې، جرابې، بنیانونه او نور د اړتیا وړ توکي په لاسيریړو کې خرڅوي او په هره ریړه او ټپرۍ لسګونه کسان راچاپیره شوې وي.

د ښار په بیلابیلو سیمو کې ګرځنده امنیتي پوستې جوړې شوي او پولیس کوښښ کوي، په دې شپو ورځو کې تر یوه بریده د پيښو مخه ونیسي.

اختر د لویانو په پرتله ځوانانو، پیغلو او ماشومانو له پاره ډېر په زړه پوري وي او هڅه کوي، ځانونو ته د اغوستو ټول توکي نوي کړي، یو تن ځوان چې په ښار کې له درزیانو د خپلو کالیو اخیستو لپاره راغلي مشال راډیو سره خبرې کړې:

((نوم مې محمد خان دی، د خوست د شمل پیرانو اوسیدونکی یم، ښار ته د دې لپاره راغلو چې اختر ته به سودا او نور شيان واخلو، همدارنګه بوټونه او څپلۍ به اخلو ، اورېدونکو ته دوی اختریزې ټپې ډالۍ کوم:
اختر ته ځکه خوشالیږم******زما د یار نیټه اختر دی رابه شینه
لکه اختر راباندې راشه *****لکه ماشوم به درته ډېر خوشاله شمه.))

یو بل تن ځوان وايي، که څه هم د وخت په تېریدو د اخترونو په لمانځنه کې توپیر رامنځته کیږي، خو سږنۍ اختر د امنیت او خلکو د ګڼه ګوڼې له نظره ډېر ښه دی:

((زما نوم شمس الرحمان د متون د درېخېلو کلي اوسیدونکی یم، موږ ښار ته د دې له پاره راغلي یو، چې د کور ځني د اړتیا وړ شیان راونیسو، سوداګانې اخلو، میوې اخلو، د دې له پاره چې په پښتنو کې دا دود دی، چې د اختر مبارکۍ له پاره د یوه او بل کور ته ورځي.
د نورو اخترونو په پرتله دا اختر ډېر ښه دی، خو که د تاریخ له نظره ورته وګورو، په اخترونو کې فرق راځي، ځکه د پخوانیو اخترونو په پرتله د اوسنیو اخترونو لمانځنې کمزورې دي، البته د پښتنو د اوسني رسم و رواج پر اساس، خو که د امنیت په لحاظ ورته وګورو اوسني اخترونه ډېرې ښه دي.))

په خوست ښار کې یو تن ماشوم هم وايي، په اختر کې به له کورنۍ او کلیوالو سره عید مبارکي کوي او خپلې خوشالۍ به له ټولو سره شریکوي:

((زه فتح الله د بوڅي خېلو د کلي اوسیدونکی یم، یوولس کلن یم، ما د اختر له پاره نوي کالي کړي دي، نوې مې څپلۍ اخیستي دي، د غاړې قطره مې هم اخیستې ده، موږ به اوله عید مبارکي په کور کې کوو، وروسته کلیوالو او ملګرو سره.))

د نعیم الله په نوم یو تن ځوان خلکو ته د مشال راډیو له لارې اختر مبارکۍ وايي او زیاتوي، چې اختر دوی له پاره د خوشالیو ځانګړې شپې ورځې دي:

((زه نعیم الله یم، د خوست ولایت اوسیدونکی یم، زه خپلو ټولو هېوادوالو ته د اختر مبارکۍ وایم او هیله لرم چې دا اختر به په هېوادوالو په سوله او ارامۍ باندې تېر شي، شکر دی د نورو کالونو په پرتله سږنۍ اختر ښه دی، امنیت برقرار دی، امن دی موږ هم اختر ته جامې کړي دي، ټپۍ مو اخیستې دي، ډېر ورته خوشاله یو، همدا یو اختر لرو که په دې کې هم خوشالۍ ونه کړو، نو نورې به د څه خوشالۍ وکړو.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د سږني اختر د امنیت او نمانځنې له پاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او ټاکل شوې د اختر په شپو ورځو کې د یو شمېر مدني بنسټونو له خوا ځانګړي تفریحي او هنري پروګرامونه ترسره شي.





XS
SM
MD
LG