د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د څلورو ډلو مشران وسله وال وژل شوي دي


غزني - افغان چارواکي وايي، د غزني په اندړو او ګيلانو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد په تر سره شويو عملياتو او نښتو کې څلور تنه سرګروپان او يو بل وسله وال وژل شوي دي.


عمليات تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په جمال او بتان سيمو کې شوي او نښته بيا نن سهار وختي په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ شوې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، په عملياتو کې يې له وسله والو څخه سپکې او درنې وسلې هم نيولې دي.

دی وايي، نه په عملياتو کې سرتېرو ته کومه مرګ ژوبله اوښتې او نه هم په نښته کې دوی ته ځاني زيان اوښتی دی.

((د اندړو ولسوالۍ په جمال او بتان سيمو کې مو عمليات درلودل، چې پکې د طالب وسله والو څلور تنه سرګروپان وژل شوي دي. وژل شوي سروګرپان ملا قديم، ملا يونس، ملا قادر او يو بيا پاکستانی دی چې، ملا عبدالله نومېږي او په اسلام مشهور وو. په دې سربېره په ګيلان ولسوالۍ کې د ملي اردو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې پکې يو تن وسله وال وژل شوی او يو بل ژوبل دی.))

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د شنبې پر ورځ هم د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې چارواکيو د دوولسو تنو وسله والو د وژلو دعوه کوله، خو طالبانو دغه شمېره دوه تنه ښوده او د اوو تنو پوليسو د وژلو او ټپي کولو ادعا يې کوله.
XS
SM
MD
LG