د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزنۍ کې چاودنه، دوه کسان وژل شوي دي


غزني - چاودنه د یکشنبې ماسپښين تر لمانځه وروسته د غزني ښار د الجهاد په نامه د جامع جومات مخې ته وشوه، چې له امله يې تر اوسه پورې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.


په ژوبلو شويو کسانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، د چاودنې هدف د غزني د ناوې ولسوال وو، چې هغه هم د لمانځه لپاره جومات ته راغلی وو.

دی وايي، په پېښه کې يو تن ځای پر ځای وژل شوی او شپږ نور يې روغتون ته په ټپي حالت کې لېږدولي دي.

((يو ماين چې د دولت وسله والو مخالفينو وار له مخه، فرخي پله ته څېرمه د الجهاد جامع جومات په دروازه کې ايښی وو نن ماسپښين وچاودېده. د دغه ماين د ايښودلو هدف د ناوې ولسوال حاجي حضرت وو چې هغه په خپله هم پکې ژوبل شوی دی. په پېښه کې يو تن ځای پر ځای وژل شوی او شپږ تنه مو روغتون ته لېږدولي دي، چې د يو تن حالت پکې د اندېښنې وړ دی.))

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي، روغتون ته شپږ تنه ټپيان ور وړل شوي، چې يوه يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دی په ټپي شويو کسانو کې د ولسوال روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بولي.

((ټول يې شپږ تنه ټپيان راوړي دي، چې ټول نارينه دي، ښځې او ماشومان پکې نشته. په دغو ټپي شويو کسانو کې يو تن يې د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی او پنځه لا پاتې دي، چې د دوو تنو حالت پکې د اندېښنې وړ دی.))

که څه هم چارواکي چاودنه د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د غزني د ناوې ولسوالۍ له څه مودې راهيسې سقوط کړی او ولسوال يې په غزني ښار کې اوسي.
XS
SM
MD
LG