د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د قربانۍ پسونو بیې ډېرې لوړې دي


جلال اباد - د افغانستان جلال اباد ښار د مال منډيي تر څنګ په سرسبزي پارکونو کې هم له تېرو څو ورځو راهيسې د پسونو (ګډورو) د خرڅلاو بازار لګېدلی چې هره ورځ ورته په سلګونه ګډوري ور وړل کېږي.


د منډيي جلابان له خپله کاره خوشاله دي خو هغوی چې د قربانۍ لپاره ګډوري اخلي، د مالونو له ګرانۍ شکايت کوي.

که يوه لوري ته د جلال اباد مال منډيي ته د ننګرهار له بېلابېلو ولسواليو څخه بيوپاریانو د قرباني څاروي ور وړي، نو بل لوري ته هغه کوچيان چې تر اوسه رمې ساتي، له سړو سيمو څخه ننګرهار ته ورغلي او له خپلو رمو څخه يې نرینه ګډوري بازار ته ور وستي او د ښار په سرسبزي پارکونو کې يې خرڅلاو ته درولي دي.

يو شپون خوشاله وو چې خپل ګډوري يې په ښه بيه خرڅ کړي ول.

((حکم خان مې نوم دی. خپله رمه لرو. نران ترېنه راوباسو او دلته يې خرڅوو. ۱۰۰۰۰، ۱۲۰۰۰، ۱۵۰۰۰ بس دغسې خرڅېږي.))

يو تن بيو پاری چې اخيستل او خرڅول کوي له خپل کاره راضي وو.

(( زما نوم ګلزار دی، ما دغلته راوستي وو يو څو دانې پسونه د خرڅ لپاره. او خپل کورني پسونه مې ساتلي ول. اوس دغلته راغلي يو دې ميلې ته، دې کې هر رقم پسونه شته دي. له ۴۰ زرو نه واخله تر ۵۰ زره پورې، او تر ۱۶، ۱۷زره پورې دي، مختلف رېټونه دي. ما ټول ۱۱ دانې راوړي وو. پينځه مې ترېنه خرڅ کړل، شپږ راسره پاتې وو، له هغې مې درې خرڅ کړل او درې مې نور ورسره واخيستل. سږکال له خپل کاره زه ډېر راضي يم.))

خو هغوی چې د قربانې د ګډورو د اخيستو په خاطر ورغلي ول، د سږني نرخ له لوړوالي يې شکايت کاوه. دوه تنو يې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((نوم مې عبدالقيوم دی، غواړم چې د قربانۍ لپاره يو مال واخلمه. خو متاسفانه چې قيمتونه د قربانۍ د مالونو ډېر زيات جګ شوي دي.))

((زه د کونړ ولايت يم او په بهسودو کې اوسېږم. سږکال چې دی ډېر ګران دي مالونه. زموږ پرې وس نه کېږي. سهار راوتلی يم او دا دی ماسپښين دوه دوه نيمې بجې دي. او مال باندې څه وسه ونه شوه. پسونه هم په ۴۰، ۴۲ زره روپۍ باندې دي، او واړه چې اخلې هغه هم په ۱۸، ۲۰ زره روپیو دي.))

که څه هم د ډېرو خلکو قربانۍ کولو ته وس نه کېږي. خو اوس چې په ډېرو پښتون مېشتو سيمو کې د لوی اختر په مناسبت په قربانۍ کې د برخې نيول يو رواج ګرځېدلی، نو هر څوک دا کوشش کوي چې په څه نا څه شکل قرباني وکړي.
XS
SM
MD
LG