د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسله والو ضد د قوت استعمال به آخري لار وي، کیاني


اسلام اباد - د پاکستان پوځ مشر جنرال اشفاق کیانې د شنبې په ورځ وویل، پوځ په هیواد کي د وسله والو شخړو او جګړو د ختمولو په مقصد له طالبانو سره د حکومت د مذاکرې کولو د پالیسۍ ملاتړ کوي.


د پاکستان مهمو ګوندونو هم تیره میاشت د حکومت د هغه وړاندیز ملاتړ کړی و چې وایي، له وسله والو سره باید خبري وشي. په پاکستان کي له ۲۰۰۳ز کال راهیسي د طالبانو وسله وال مقاومت او جګړې روانې دي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله چې د څو وسله والو ډلو له ایتلاف څخه جوړه ده او مشر یي حکمت الله محسود دی، له حکومت سره د خبرو لپاره یي ځینی شرایط وړاندي کړي دي.

په دي شرایطو کي دا هم راغلي چې حکومت باید اوربند اعلان کړي او د افغانستان پولي ته نږدې له قبایلي سیمو باید خپل ځواکونه وباسي.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال اشفاق کیانې د شنبې په ورځ په ایبټ آباد کي د پوځې اکاډمي فارغانو ته په وینا کي وویل، د هیواد ملي مشرتابه پریکړه کړي چې له تروریزم سره د اړوندو مسلو د حل لپاره مذاکرو ته فرصت ورکړي او د پاکستان پوځ له دغې عملیې څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي.

کیانې د پوځې اکاډمي په دې وینا کي چې د پاکستان ملي تلویزیون خپره کړه، وویل: ((د ترهګرۍ لپاره د یوه حل میندل اړین دي.))

ده وویل، دا پدیده د پاکستان ((د اساسي مفکورې او اسلامې اصولو)) پر خلاف ده. ((پوځ به ډير خوښ وې که چیري د خبرو له لاري دغې ستونزې ته یو حل پيدا شي.))

کیانې وویل، که خبرې بریالۍ نشي نو د وسله والو ضد، د قوت استعمال به وروستی انتخاب وي.

جنرال کیانې چې په راتلونکي میاشت کي به د خپلې دندې له دوهمې دورې څخه تقاعد وکړي، دا آوازې یي رد کړې چې ګوندي پوځ د وسله والو پر ضد عملیاتو کي ناکامه شوی او خبرو ته یي مخه کړیده.

ده وویل، دا خبره له حقیقته ډيره لري ده. کیانې په ۲۰۰۹ م کال کي په سوات درې کې عملیاتو ته اشاره وکړه چې د څلورو میاشتو موده کي یي سیمه له تروریستانو پاکه کړي وه.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د پنجشنې په ورځ د حکیم الله محسود د هغو څرګندونو په ځواب کي چې وایي ، حکومت د مذاکرو لپاره پاخه ګامونه نه دي پورته کړي ، وویل حکومت یي له طالبانو سره د سولې د خبرو په کار کي صادق دی.

نواز شریف په پیښور ښار کي وویل چې له طالبانو سره د خبرود پیل په کار کي پرمختګ شویدی.
XS
SM
MD
LG