د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د سوات امن غونډه او مشاعره)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې مو درته د سوات د یوې غونډې حال راوړی دی چې په کې د سیمې شاعرانو او هنرمندانو د امن شعرونه او سندرې ویلي دي.

د اېس ډي اېس په نوم ادارې مشر افتخار لېلوڼی وايي، د دوی موخه دا وه چې خپل فرهنګي ملګري راغونډ کړي او یوه مباحثه په کې پیدا کړي.

د دې غونډې یو جوړوونکي سردار زېب مشال راډیو ته وویل چې پر امنیتي خطرو سربېره ډېر کسان غونډې ته ورغلي ول چې په کې پروېش شاهین، عبدالرحیم روغانی او عزیز مانیروال هم شامل ول.

دی وايي، د دې غونډې پر ورځ د چارباغ د امن کمېټۍ دوه غړي ووژل شول خو بیا هم خلک په زیات تعداد کې موجود ول.

په دې اړه نور تفصیل په خپرونه کې واورئ چې سندرې هم پکې شاملې دي.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:32 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG