د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزنۍ کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي


غزني - افغان چارواکي وايي، طالب وسله والو تېره شپه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د سيمه ييزو او ملي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې او پکې ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي دي.


دوی وايي، د نښتې تر پيل کېدو وروسته د ملي اردو سرتېري هم سيمې ته رسېدلي او له پوليسو يې سره مرسته کړې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني وايي، نښته د ګيلان ولسوالۍ په واله سيمه کې شوې ده، چې درې ساعته يې دوام درلود.

دی وايي، په نښته کې يوولس تنه نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

((د ګيلان ولسوالۍ په واله سيمه کې طالبانو پر پوليسو بريدونه کړي وو، چې وروسته د ملي اردو پرسونل هم سيمې ته ورسېد او په ياده سيمه کې د سرتېرو او طالبانو تر منځ نښته پيل شوه. په دغه نښته کې دوولس تنه وسله وال وژل شوي او يوولس نور ژوبل دي.))

سلطاني وايي، په نښته کې سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

خو بله خوا بيا طالبان د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د چارواکيو ادعاوې بې اساسه بولي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، په نښته کې د دوی دوه تنه ملګري وژل شوي، خو ادعا کوي، چې اوو تنو سرتېرو ته يې هم مرګ ژوبله ور اړولې ده.
XS
SM
MD
LG