اسلام اباد - پاکستان ويلي، د افغان طالبانو دویم مشر ملا عبدالغني برادر لاهم په پاکستان کې دی.
د پاکستاني وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ملا برادر د امنيت په خاطر د امنيتي ادارو تر څار لاندې دی خو کولای شي چې په خپلواکه توګه له هر چا سره چې غواړي و ويني.
سرتاج عزيز وويل بايد ملابردر ته په پاکستان او افغانستان کې له طالب وسلوالو سره د خبرو لپاره وخت ورکړل شي چې د سولې په پروسه کې ښه رول ولوبوي.
تر دې وړاندي افغان طالبانو ويلي ول، ملا برادر لا هم نه دی خوشې شوی.
افغان حکومت له څو کالونو راهيسې د ملابرادر د خوشې کولو هلې ځلې کولې.
د ملا برادر د نیولو پر سر د افغان حکومت له پاکستان سره اړیکي کړکېچن شول او کابل تور پورې کړ چې اسلام اباد د سولې په خبرو کې خنډونه اچوي.