د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې نښتې، دوه وسله وال وژل شوي دي


غزني - افغان چارواکي وايي، د جمعې پر ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جمال کلا او بسانې سيمو کې ملي پوليسو، ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو له طالبانو سره نښته کړې ده.


په نښته کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او زرګونه کيلو ګرامه چوونکي توکي هم ورڅخه نيول شوي دي.

دوی وايي، نيول شوي چوونکي مواد په يوه مازدا موټر کې بار ول، چې غزني ښار ته وړل کېدل.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، وروسته افغان سرتېرو د لارې پر سر، نيول شوی په چوونکيو توکو بار موټر چوولی او جسدونه يې له ځان سره د ولسوالۍ ودانۍ ته وړي دي.

دی وايي، د چاودنې له امله، د چاودنې ځای ته په درې کيلو مټره واټن کې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.

((عمليات ډېر په کاميابي سره سرته ورسېدل. نيول شوي مازدا موټر ته هم انفجار ورکړل شو، چې بېخې بې‌حده زورور انفجار وو. وسله والو پلان درلود چې دغه چوونکي مواد د اختر په شپو کې په غزني ښار يا اندړو ولسوالۍ کې وچوي، خو زموږ سرتېرو ورباندې وار ړومبی کړ. په دې سربېره په نښته کې دوه تنه طالبان وژل شوي، چې جسدونه يې پوليسو له ځان سره راوړي دي.))

دېسيوال وايي، په چاودنه او عملياتو کې افغان سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو ځينې سرچينې بيا وايي، چې په نښته کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

د سرچينو په خبره، په چوونکو توکو بار موټرو له يو کور سره نږدې چول شوی دی، چې له امله يې چاودنې ته څېرمه کور هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی.

تر اوسه پورې لا طالبانو د نښتې او چوونکو موادو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG