د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ځانمرګی موټر بمي برید شوی دی


جلال اباد - ځانمرګی بريد د شنبې پر سهار شا وخوا اته بجې د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د دروازې په خوله کې شوی دی.


په برید کې له چوونکو موادو ډک موټر کارول شوی دی.

د پېښې په ځای کې د ننګرهار امنيه قوماندان فضل احمد شېرزاد خبريالانو ته وويل:

((د وطن دښمنانو غوښتل چې د يوه انتحاري ( ځانمرګي) او يوه موټر په واسطه په ځينو هدفونو باندې بريد وکړي. خو خوشبختانه زموږ د ملي پوليسو په ويښتيا سره کشف شو، کله چې پرې فاير ( ډز) کېږي، هغه ځان ته انفجار ورکړ. د قوماندانۍ په عمومي سرک چې له جلال اباده د کابل په لوري [ځي]، په همدغه ځای باندې خپل ځان ته انفجار ورکړ. هغه ووژل شو. په نتيجه کې زموږ دوه سربازان زخميان دي، دوه تنه پوليس وژل شوي دي، يو ملکي وګړی وژل شوی او څلور تنه ملکي وګړي په کې ټپيان دي.))

په عين حال کې د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر په را استول شوي پيغام کې ويلي چې په دغه بريد کې دوه تنه پوليس وژل شوي او د يوه ټرافيک په ګډون اته تنه پوليس ژوبل شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د روغتون له چارواکو جزیيات تر لاسه کړو خو هغوی له خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه وکړه او نه يې هم څوک د ټپيانو ليدو ته ور پرېښودل.

خو يو ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې څلور تنه مړي او اته تنه ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي.

له دې پرته، نن شا وخوا نهه نیمې بجې د جلال اباد ښار په شرقي څنډې کې د اکمالاتي بېس په سيمه کې د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې د پوليسو پر رېنجر موټر هم دوه پرله پسې بمي چادونې شوي چې د پېښې په ځای کې د چوپان په نوم د ملي اردو يو تن افسر خبريالانو ته وويل چې دغه چادونې مرګ ژوبله نه لري خو د پوليسو رېنجر موټر يې زيانمن کړی دی.

د دې دواړو پېښو پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
XS
SM
MD
LG