د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست: د جلغوزو او وچو میوو د صادرولو پانګونه کوو


د خوست یو شمېر سوداګر وايي، د جلغوزو او وچې میوو د صادرولو له پاره به د دېرش میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړي.

د خوست یو شمېر سوداګر وايي، د جلغوزو او وچې میوو د صادرولو له پاره به د دېرش میلیونه ډالرو په اندازه پانګونه وکړي، دوی زیاتوي چې په دې کار سره به له یوې خوا ګڼو خلکو ته د کارکولو فرصتونه برابر شي، بل لوري ته به د لویې پکتیا جلغوزه او نورې وچې میوې چې د نړۍ په مارکیټونو کې د ځانګړي اهمیت څخه برخمنې دي، د افغانستان په نوم صادرې شي.


یو تن سوداګر حاجي اصيل ګل په خوست کې د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا تر سر لیک لاندې مشورتي غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ جوړه شوې وه مشال راډیو ته وویل،

دوی په پام کې لري، د جلغوزو د صادراتو اتحایه جوړه کړي، تر څو له یوې خوا نړیوالو مارکیټونو ته په ځانګړي ډول د خوست او لویې پکتیا وچې میوې صادرې شي او بل لوري ته په زرګونو کسانو ته د کار او شغل زمینې برابرې شي، نوموړی په دې برخه کې د حکومت د مرستې غوښتنه کوي:

((موږ لګیا یو چې په خوست کې د جلغوزو د سودا ګرو اتحاديه خپل رسميت ترلاسه کړي، وروسته به سوداګر د جلغوزو او نورو وچو میوو د صادرولو په کار کې خوا و شا دېرش میلیونه ډالر پانګونه کوي، زموږ هڅه به دا وي، چې د خوست او لویې پکتیا جلغوزو او وچې میوې ته نړیوال مارکیټونه پیدا کړو، که څه هم نړیوالو مارکیټونو ته ځي خو د افغانستان نوم پرې نه لیکل کیږي، ګاونډي ملکونه يې په خپل نوم تیروي او د دې کار زیات اهمیت په دې کې دی چې په دې سیمه کې زرهاوو کسانو ته په خپل کور او کلي کې د دایمي کار زمینه برابریږي، دا کار موږ هغه وخت ښه ترسره کولای شو، چې ځايي اداره او حکومت مو ښه حمایت وکړي او د دې کار په مخکې د خنډونو په لیرې کولو کې راسره مرسته وکړي.))

خوست والي عبدالجبار نعيمي د سوداګرو د دې کار هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د صنعي پارکونو په سیمه کې به خپلو سوداګرو ته هغه ټولې اسانتیاوې برابرې کړي، چې دوی ورته اړتیا لري او پانګونه کې دوی ته ډاډ حاصلیږي:

((زه ستاسو له دې اقدام څخه خوشاله یم، تاسو باید خلکو ته خپل امکانات په ډاګه کړئ، زه تاسو ته اطمینان درکوم هغه سیمه چېپه هغه ځای کې د وچو او لمدو میوو پروسس کیږي، یا نورې تولیدي فابریکې په کې کار پیلوي هغوی ته به د برق، سړکونو او امنیت په برابرولو کې کلکه همکاري کوو.

په دې اعلان سره خوښي څرګنده کړه ،له ټولو سوداګرو يې وغوښتل چې په خوست ولايت کې د پانګې اچونې په برخه کې خپل امکانات ولس ته اعلان کړي.
زه پر ټولو ملي او سیمه ییزو پانګه والو او شتمنو کسانو غږ کوم، چې ولایتي اداره تاسو سره همکارۍ ته تیاره ده، موږ به د پانګه اچونې د قوانینو په رڼا کې تاسو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او دادی د وچو میوو د صادرولو اتحاديې ته د فعالیت دشروع کیدو جواز سپارم تر څو له همدې شیبې خپل کارونه پیل کړئ.))


په غونډه کې یو تن ملي سوداګر لطیف ژوندي اعلان وکړ، چې حاضر دی د خوست ښار د ښکلا له پاره یو څلی (منار) په خپل شخصي لګښت جوړ کړي، چې د ځايي ادارې مشرتابه د دې کار ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده، خوست دا مهال په عربي نړۍ او نورو هېوادونو کې په لسګونو زره مسافرین لري، چې ځینو يې هلته ښې سرمایې پیدا کړي دي، خو په خوست کې د پانګې اچونې د وړ شرایطو د نه شتون له کبله هغوی په خوست کې تر دې مهاله ډېره لږه پانګونه کړې ده.
XS
SM
MD
LG