د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیې د پړوني له پر سرولو بندیز واخیست


رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت په دې وروستیو کې یو لړ اصلاحاتو ته مخه کړې چې ویل کیږي هدف یې په دې هېواد کې د مېرمنو حقونه خوندي کول دي.

د ترکیې حکومت د اصلاحاتو په ترڅ کې هغه سخت بندیز لرې کړل چې په سرکاري یا دولتي ادارو کې ښځو پړونی نشوای پر سرولای.


د وزیر اعظم رجب طیب اردوغان په مشرۍ حکومت په دې وروستیو کې یو لړ اصلاحاتو ته مخه کړې چې ویل کیږي هدف یې په دې هېواد کې د مېرمنو حقونه خوندي کول دي.


اردوغان د سېشنبې پر ورځ د خپل واکمن ګوند وکیلانو ته په وینا کي وویل، حکومت یې هغه پخوانۍ ماده لرې کړه چې، د جمهوري روحیې پر ضد وه، هغه وویل:

(یوه توره دوره پای ته ورسیده، خو زه یوځل بیا په دې ټینګارکوم چې موږهیچا ته امتیازات نه ورکوو. بلکه موږ بالاخره د هغو کسانو عقیدې ته درناوی کوي او حق یې په رسمیت پيژنو چې کلونه کلونه له دې کاره بې برخې شوي دی.)

دغه نوي مقررات چې په یوه رسمي ورځپاڼه کې خپاره شوي، سمدستي په ترکیه کې چې نظام یی سیکولر دی خو اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، عملي بڼه غوره کړې ده.

په ملکي برخو کې ښځینه کارکوونکي کولای شي چې پړونی پر سر کړي. خو پر پړوني بندیز چې، له ۱۹۲۵م کال راهیسې جاري شوی و، په قضا او پوځ کې لاهم په خپل حال پاته دی.

دغه راز سر له سشنبې څخه په دولتي لومړینو ښوونځیو کې د هرې اونۍ په پیل کې د ملي وفادارۍ سوګند اخیستل هم له منځه وړل شوی دی.

د عدالت او پرمختګ په واکمن ګوند باندې چې په اسلام کې ریښې لري تور لګول شوی چې د سیکولر جمهوریت بنسټونه ورانوي.

په ۱۹۲۳ کال کې د عثماني امپراتورۍ له دړې وړې کیدو وروسته مصطفا کمال اتاترک د دغه نظام بنسټ ایښی دی.

د اردوغان حکومت له دې مخکې په پوهنتونونو کې پر پړونیو لګول شوی بندیز هم لري کړی وو.

ویل کیږي تر ډیره د دغو نویو اصلاحاتو هدف د ترکي کردي لږکیو حقونه خوندي کول دي.

په دې لړکې د انتخاباتو په سیستم کې بدلون راوستل شوي، په مورنۍ ژبه تدریس ته اجازه ورکول کیږي او مېرمنو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلې سیمې او کلي په خپلو تاریخي نومونو یاد کړي.
XS
SM
MD
LG