د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پېښور کې د موسیقۍ زده کړې مرکز)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په دې خپرونه کې مو په خیبر پښتونخوا کې د یوه داسې مرکز له استاد سره خبرې کړې دي چې د موسیقۍ تربیت ورکوي.

استاد نذیر ګل په پېښور کې د ځوانو هلکانو او نجونو له پاره یو مرکز جوړ کړی دی چې په کې دی د موسیقۍ تربیت ورکوي.

دی وايي، له هر زده کوونکي د میاشتې پینځه زره پاکستانۍ روپۍ فیس اخلي.

نذیر ګل استاد وايي، دی خپلو شاګردانو ته د باجې یا هارمونیم او د بېلا بېلو موسیقايي سبکونو درس ورکوي او په هره اوونۍ کې دوه ورځې خپلو شاګردانو ته سبق ورکوي.

د ده په خبره، تر هغو چې یوه کس د موسیقۍ په اړه لومړي مالومات نه وي تر لاسه کړي، تر هغو نه شي کولای چې موسیقي زده کړي.

د نذیر ګل استاد یو شاګرد بلال نومېږي.

دی وايي، له څو کالونو راهیسې د دې استاد شاګرد دی او اوس یې خپله یوه سندره هم خپره کړې ده.

بلال وايي، استاد یې ډېر تکړه سړی دی.

ګل پاڼه هم د نذیر ګل استاد شاګرده ده. نوموړې وايي، استاد یې د وخت ډېر پابند دی او دوه ساعته درس ورکوي.

د ګل پاڼې او نورو شاګردانو نورې خبرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG