د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سختدریځو رسنیزې هلې ځلې


سرچینه: ډان ورځپاڼه
ژباړه: اسرار عالم مومند


ډان ورځپاڼه لیکي، ترهګري د پاکستان له پاره لوی خطر دی، خو د دی خطر تر ټولو مهمه برخه چې پاکستاني رياست او ټولنې له پامه غورځولې هغه د وسله والو ډلو رسنۍ دي.


د قانون نافذوونکو ادارو پر وړاندی ټول پاکستان کې د سړکونو په غاړه د وسله والو ليکنې او خپرونې خرڅېږي. پر دی سربېره تره ګر ، انټرنېټ ، ايف ايم ريډيوګانې ، سي ډيانې او ډيويډيز هم په پراخه کچه د خپل پغام رسولو له پاره کاروي.

که څه هم د رابطو دا وسيلې تر ټولو زياتې موثره دي او د دی له لارې هغه خلکو ته هم پیغام رسېدې شي چې زيات تعليم يافته نه وي خو د دی باوجود وسله وال زياتره په اخبارونو مجلو تکيه کوي.

هغه وسله والې ډلې چې په مستقيم ډول خپلې ليکنې او خپرونې چاپوي په هغو کې افغاني طالبان ، پاکستاني طالبان ، کشميري جهادي ډلې او نورې فرقه ييزه وسله والې ډلې شاملې دي.
د دوی د اداريو يا ايډيټوريل پالیسي له ځینو هغو خاص نظريو تاوېږي چې پوځ يي په جوړولو کې مرسته کړی.

په اسلام اباد کې د يوې څېړنيزې اداری د تحقيق له مخې په پاکستان کې دا مهال تر ۵۰ زيات د وسله والو مجلې يا اخبارونه خپرېږي چې په يوه اوونۍ کې له ۲۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ په شمېر کې خرڅېږي.

له دی پرته وسله والې ډلې مرکزي میډیا ته هم د رسېدو هڅه کوي او پر خپل اثر اچوي.

که څه هم په پاکستان کې د وسله والو میډیا د افغان – شوروي جګړې دوران پرمختګ وکړ خو بايد دا خبره ومنل شي چې اوس د وسله والو میډیا ډېره پرخه ده.

که څه هم ازاد خياله اسلامي میډیا شته خو د دی لوستونکي او کتونکي ډېر محدود دي او په دې کې زياتره مزهبي عالمان خبريالان او ليکوالان دي.

خو د دی برعکس هغه اسلامي ليکنې چې د ځینو مذهبي ادارو، مدرسو او فرقه ييزو ډلو له خوا خپرېږي نو په هغې کې زياتره له تنګ نظرۍ کار اخیستل شوی وي، چې له وجې يې نه يوازې سمې او جدي ليکنې خرابې شي او د تره ګرو د نظريو د پروپګنډې په لړ کې لوی رول ولوبوي بلکې د اردو ژبې مرکزي میډیا ته هم زيان رسوي.

د مقالې په اخره کې راغلي دي که د پاکستان مېديا په سمه توګه ترتيب نه کړی شوه نو کېدای شي چې وسله وال د خپل سوچ خلک په مرکزي میډیا ور داخل کړي او دا ستراتیجي په تېر وختونو کې جماعت اسلامي هم کارولې وه.

بله دا هم کېدای شي چې وسله وال د پاکستاني میډیا برعکس خپله ځانګړی میډیا ترتيب کړي.

مقاله زياتوي، په پاکستان کې وسله وال د میډیا په برخه کې د جومات په نقش قدم روان دي او هدف يې راتلونکي نسلونه دي.
XS
SM
MD
LG