د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ښوونکي نړيواله ورځ ونمانځل شوه


د افغانستان په ننګرهار کې د ښوونکي نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې يو شمير ښوونکو ته د پوهنې وزارت لخوا ستاينليکونه ورکړل شول.


د افغانستان په ننګرهار کې د ښوونکي نړيواله ورځ ونمانځل شوه چې يو شمير ښوونکو ته د پوهنې وزارت لخوا ستاينليکونه ورکړل شول او د ننګرهار چارواکو په ولس غږ وکړ چې خپل اولادونه تعليم ته هڅوي.


د ښوونکي نړيواله ورځ د اکتوبر په ۵ نيټه د جلال اباد ښار د نجونو په الايي ليسه کې ونمانځل شوه چې په دولتي چارواکو سربيره په کې د ننګرهار ولايت له بيلابيلو ولسواليو څخه ښوونکو هم ګډون کړی و.

د ننګرهار سرپرست والي محمد حنيف ګرديوال له ستونزو د حل يوازينۍ لاره تعليم وباله. نوموړي وويل:

((ټولو ښوونکو ته د دغې نړيوالې ورځې په مناسبت مبارکي وايم .خدای دې وکړي چې زموږ د همدغو ښوونکو له برکته زموږ ټوله ټولنه تعليم يافته شي. او هغه ناخوالې او مشکلات چې زموږ په ټولنه کې موجودي دي، يوازينۍ د خلاصون لاره په همدغه تعليم او تربيه سره کيدی شي، توجه ورته وشي، ښوونکو ته توجه وشي، زده کوونکو ته توجه وشي.معارف ته توجه وشي.))

د ننګرهار د پوهني ريس الله داد اسماعيلزي د ننګرهار په ولس غږ وکړو چې خپل اولادونه دې ښوونځيو ته وليږي.

(( الحمد لله زموږ يو ښوونځي هم په ننګرهار کې تر دې دمه بند نه دی، د خپل ننګرهار د ټولو غيرتي او علم پرور خلکو نه غواړم چې خپل کمکونه له معارف سره وکړي او خپل بچيان دې خپلو ښوونځيو ته وليږي.))

په دغه غونډه کې يو شمير ښوونکو ته د وزارت له اړخه ستاينليکونه هم ورکړل شول ، يوه ښځينه ښوونکي چې د تيرو پينځه ديرشو کلونو راهيسې د ښوونکي دنده تر سره کوي، خوشحاله وه چې د خدمت ستاينه يې وشوه. نوموړي مشال راډيو ته وويل:

(( زما نوم فاطمه ده او د همدغې جلال اباد ښار اوسيدونکې يم. تقريباٌ ۳۵ کاله ما معلمي کړي ده. په دې باندې زه ډيره وياړمه چې د وطن بچيانو ته مې ډير په صداقت او ډير د زړه له تله دوی ته تربيه ورکړې ده خوشحاله يم چې دمعلم د ورځې په مناسبت ماته تقدير نامه ( ستاينليک) د ولايت د معاون په لاس راکړل شوه.))

د يادونو ده چې په ننګرهار کې ۹۵۰ بابه ښوونځي شتون لري چې د ۱۵۰۰۰ تنو ښځينه او نارينه ښوونکو له خوا اته لکه اويا زره ۸۷۰۰۰۰ هلکانو او نجونو ته په کې زده کړې ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG