د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د امن ټول ګوندیزه غونډه جوړه شوه

په پيښور کې د جماعت اسلامي په مشرۍ شوې صوبايې امن ټول ګونديزه غونډه کې له صوبايې او مرکزي حکومتونو غوښتنه وشوه.

پرون (جمعه) په پيښور کې د جماعت اسلامي په مشرۍ شوې صوبايې امن ټول ګونديزه غونډه کې له صوبايې او مرکزي حکومتونو غوښتنه وشوه چې له طالبانو سره دې د سولې د خبرو لپاره مذاکراتي ډلې اعلان کړي.


د ټول ګونديزې غونډې په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې د اسلام اباد د ټول ګونديز کانفرنس پريکړې دې عملي کړل شي. همداراز په دی غونډه کې د ترهه ګرۍ پر اسبابو او مخنيوي باندې خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوال او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ استازي ارباب مجيب الرحمان مشال راډيو ته وويل چې هغه دا وړانديز ورکړو چې د پاکستان له خاورې دې د ترهګرو پټن ځايونه په مکمله توګه ختم کړل شي


په دې غونډه کې له صوبايې واکمن ګوند تحريک انصاف او مرکزي واکمن ګوند مسلم ليګ (نواز) پرته ټولو سياسي ګوندونو ګډون وکړ.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG