د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې ته د ښځو د حقونو جایزه ورکړل شول


د طالبانو لخوا ژوبل شوې د سوات ملالې يوسفزۍ ته په لندن کې د ښځو د حقونو لپاره پر کار کولو ايوارډ ورکړل شو.


د طالبانو لخوا ژوبل شوې د سوات ملالې يوسفزۍ ته په لندن کې د ښځو د حقونو لپاره پر کار کولو ايوارډ ورکړل شو.


دا ايوارډ د روسۍ ښځېنه خبريالې انا پوليتکوسکايا په نوم دی چې وژل شوې وه.

دا ايوارډ هرکال هغه ښځې ته ورکړل کيږي چې د مېرمنو د حقونو په برخه کې يې مهم رول لوبولی وي.

ملالې ته دا ايوارډ پرون ۱۰۴ کلن نکولس ونټن ورکړو ، ونټن په چېکو سلواکيه کې له نازيانو څخه يهودي ماشومان ژغورلي وو.

ايوارډ ورکونکې ، را اِن وار نومې کمېټۍ په دې موقع ويلي دي چې ملالې يوسفزۍ په هغه وخت کې د ښځو د حقونو لپاره اواز پورته کړو چې هيچا د اواز پورته کولو همت نه شو کولی.

او د دې اواز د هغو ښځو اواز جوړ شو چې خپل غږ يي نه درلودو. له دې وړاندې ملاله يوسفزۍ د نړيوال امن جايزی لپاره نومول شوې ده.

همداراز نوموړي ته د هالېنډ د ماشومانو د حقونو د تنظيم لخوا هم د ماشومانو نړيوال امن ايوارډ ورکړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG