د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په هوايي بريدکې ۵ کسان وژل شوي دي



د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله پينځه ته ولسي وګړي وژل شوي. د سيمې خلک وايي چې وژل کسان د شپې د مرغيو ښکار ته وتلي ول. د ننګرهار چارواکي هم دا مني چې په بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي


د غه بريد د ننګرهار ولايت د د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سراچې په سيمه کې د خالي شپه تر سره شوی چې له امله يې پينځه تنه ولسي وګړي په ټکي مړه شوي دي.

د سيمې اوسيدونکي وايي چې وژل شويو کسانو په ياده سيمه کې دهقاني کوله او د شپې د مرغيو ښکار ته وتي ول. يو تن يې مشال راډيو ته وويل:

(( زما نوم ثمرخيلی دی، د مرغيو ښکار ته د شپې وتلي وو او د شپې جهازونه راغلي، پينځه کسان يې وژلي، د يو کور په کې څلور دي، چې هغه د بهسودو د قريي دي. او دا يو تن يې د پچير او اګام ولسوالۍ دی، دلته يې زمينداري کوله. پنيځه واړه مړه دي.))

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي هم دا مني چې په دغه بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي وياند حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيوسره په خبرو کې وويل:

(( بيګاه ۱۱ بجې شاه و خوا د کليکسيون باغ سراچې په ساحه کې د طيارو په واسطه بمبار شوی چې په نتيجه کې يې پنځه تنه وژل شوي دي. د پوليسو له خوانه شفاخانې ته را انتقال شوي دي. او سيمې ته د نورو مالوماتو لپاره کشفي او امنيتي مسوولين تللي دي.))

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکو نه وایي، چې دا هوایي بری دوی د یاغیانو په صد کړی دی.

پر ولسي وګړو دغه هوايي بريد پر داسې مهال کې تر سره کيږي چې د اکتوبر په دويمه نيټه په ننګرهار د يونما د دفتر مشري په خپل شپږ مياشتينې راپور کې ويلي ول چې د افغانستان په ختيځه سيمه کې د ولسي وګړو کچه ۵۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
XS
SM
MD
LG