د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پښتونخوا ولې د وسله والو بریدونو زیات شوي


شنونکی کامران شفیع وايي د ګڼو وجوهاتو ترڅنګ یوه وجه دا هم ده چې کیدای شي وسله وال د خېبرپښتونخوا د صوبايي حکومت له ځینو کمزوریانو ګټه پورته کوي.

په داسې حال کې چې د پاکستان مرکزي حکومت او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د امن لپاره د مذاکراتو لاره غوره کړې، په دې ورستیو کې وسله والو بره دیر او پېښور کې یو شمیر تره ګر بریدونه وکړل چې پکې په سلګونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.


پوښتنه دا رپورته کیږي چې د روغې جوړې خبرې به مرکزي حکومت کوي او وسله وال هم د ریاستِ پاکستان سره په جنګ اخته دي، خېبر پښتونخوا او په خاصه توګه پېښور کې د ترهګرو بریدونو د زیاتیدلو څه وجوهات دي؟ په دې اړه د دفاعي چارو کارپورهه لیفټیننټ جنرل(ریټایرډ) طلعت مسعود وايي:

زما په خیال وسله وال دا ګڼي چې خېبر پښتونخوا ته تګ راتګ دهغوی لپاره اسان دی او دلته کاروایانې هم په اسانۍ سره کولای شي. د دې په نسبت وسله والو لپاره پنجاب ته تګ او هلته کاروايي کول ډېر ګرانه وي. دویم هغوی دا فکر هم کوي چې خېبر پښتونخوا کې خپل اثر رسوخ لا نور زیات کړي او دا راز په مرکزي حکومت فشار راولي نو دې لړ کې پېښور ډېر اهمیت لري.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکی کامران شفیع وايي د دغه وجوهاتو ترڅنګ یوه وجه دا هم ده چې کیدای شي وسله وال د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت له ځینو کمزوریانو ګټه پورته کوي.

په دې کې نه یوازې د صوبايي حکومت انتظامي کمزوري بلکې هر ډول کمزوریانې شاملې دي. لکه موږ اوریدلي چې کله پولیس واله له وسله والو سره په مقابله کې مړه شي، وزیراعلا خو پریږده چې صوبايي وزیران یې هم جنازو ته نه ځي. په دې تېره موده کې یو ډي ایس پي او څلور پولیس واله وسله والو وژلي ول خو د صوبايي حکومت یو چارواکی یې هم جنازې ته نه وو ورغلی. نو موږ نه پوهیږو چې صوبايي حکومت څه کوي؟ دوی د عوامو نمایندګي کوي او که له وسله والو سره همدردي.

پوره رپورټ دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


بلخوا په خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یوه مشره او د قامي اسمبلۍ غړې عایشه ګلالۍ وايي دوی د امن لپاره له وسله والو سره مذاکرات کول غواړي خو ځنې سازشي عناصر د دا ډول بریدونو په نتیجه کې د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي.

دا دهماکې خو له تیرو لسو کلونو راهیسې روانې دي خو موږ وایو چې دا به کله ختمېږي؟ د امن لپاره څلور ټول ګوندیزې غونډې شوي او ټولو کې دا ویل شوي چې اوس د مذاکراتو په ذریعه مسله هوارول پکار دي. خو په دې لړ کې عملي ګامونه نه دي پورته کړل شوي. په موجوده وخت کې پاکستان کې حالات واضحه نه دي، پر ګرجا یا چرچ د برید ذمه واري تحریک طالبان نه اخلي خو بیا یوه وړه وسله واله ډله د دې پړه مني. نو مطلب دا دی چې د مذاکراتو د مخنیوي لپاره په هېواد کې یو شمېر عناصر سرګرم یا بوخت دي.

خو څېړونکي په دې نظر دي چې حکومت او په خاصه توګه تحریک انصاف ګوند له وسله والو سره د مذاکراتو په لړ کې دومره نرمي ښودلې چې له وجې یې وسله وال ځان برلاسي ګڼي او د لا نور برلاسیتوب لپاره یې په خېبر پښتونخوا کې ترهګر بریدونه زیات کړي دي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG