د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د عدم تشدد ورځ ولمانځل شوه


جلال اباد کې د عدم تشدد د بانې باچاخان په نوم يو واټ پرانستل شو.
جلال اباد کې د عدم تشدد د بانې باچاخان په نوم يو واټ پرانستل شو.

په جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د بانې باچاخان په نوم يو واټ په رسمي توګه پرانستل شو.

د اکتوبر دويمه نيټه چې د عدم تشدد له نړيوالې ورځې سره نومول شوې، په يو شمير هيوادونو کې نمانځل کيږي. په ننګرهار کې هم دغه ورځ ولمانځل شوه او په جلال اباد ښار کې د عدم تشدد د بانې باچاخان په نوم يو واټ په رسمي توګه پرانستل شو.


د عدم تشدد دغه ورځ په جلال اباد ښار کې د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزرات، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ملي غورځنګ غړو په ګډه په داسې حال کې ونمانځله چې د ننګرهار د ولايتي ادارو پر چارواکو سربيره ګن شمير قومي مشران او فرهنګيان د باچاخان بابا مزار ته ورغلل، د ګلونو ګيډۍ يې پرې کېښودلې او د ارواښاد روح ته يې دعاوې وکړې.

د دغې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار له عيدګاه مسجده تر تالاشۍ چوکه واټ د باچا خان په نوم په رسمي توګه ونومول شو. د واټ د پرانستې پر مهال د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ صميم وويل:

((د ننګرهار فرهنګيانو د اطلاعات او فرهنګ له رياسته غوښتنه کړې وه چې د باچاخان په ياد بايد يو واټ ولرو. د ننګرهار اطلاعات او فرهنګ رياست د باچاخان په نامه د واټ وړانديز وکړو، د ولايت مقام له دې وړانديز سره توافق وښود او دا يې تاييد کړو. موضوع مو د اطلاعات او فرهنګ وزارت ته واستوله او د وزارت مقام په ډير مينه او اخلاص سره دا واټ منظور کړو چې نن يې تاسو عملاٌ د پرانستې مراسم وليدل.))

د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت مرستيال يعقوب احمدزي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: د دغې ورځې له نمانځلو يې مقصد دا دی چې ځوانانو ته وښيي چې جنګ د مسلې د حل لاره نه ده.

(( د عدم تشدد يا د تاو تريخوالي د له منځه وړلو په خاطر څنګه وکولای شو چې په دې منطقه کې تشدد او زور زياتي ختم کړو. دغه جنګ چې په پښتنو تپل شوی، دې ته د پای ټکی کېږدو او ځوانان په دې وپوهوو چې جنګ د حل لاره نه ده. راځئ چې موږ او تاسو د اينده نسلونو په خاطر د سولې او امن لپاره کار وکړو.))

د افغانستان د ملي غورځنګ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل چې د باچاخان بابا د فلسفي د راژوندي کيدلو په خاطر د عدم تشدد ورځ لمانځي.

(( نن چې کومې جګړې تپل شوي په دغه هيواد کې، په دې سيمه کې، نن چې په کومو کرښو موږ ويشل شوي يو دا ټولې د پرديو دسيسي دي تر څو کولای شي چې افغانان د تره ګرو په نامه نړۍ ته وپيژني. موږ راغلي يو چې د بابا وينا بيرته راوژندی کړو، د هغه فلسفه بيرته راژوندۍ کړو.نړۍ ته وښيو چې افغانان، پښتانه د عدم تشدد لاوريان دي، دا فلسفه يې هم زيږولې او هم يې خپله کړې. د افغان حکومت په مخالفينو نن غږ کيږي چې د عدم تشدد فلسفه خپله کړي، لاره خپله کړي او پا افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي.))

د يادولو ده چې د عدم تشدد د دغې ورځې له برکته د افريقا لويې وچې خپلواکي تر لاسه کړې، همدا رنګه هندوستان هم د عدم تشدد له لارې خپلواکي تر لاسه کړه او د فخر افغان باچاخان په نوښت د پښتنو په سيمه کې هم د عدم تشدد فلسفه عامه شوه چې اوس مهال يې تر بل هر څه زيات ضرورت محسوسيږي.‎

د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت مرستيال يعقوب احمدزی
د افغانستان د قومونو او سرحدونو وزارت مرستيال يعقوب احمدزی


د افغانستان د ملي غورځنګ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند
د افغانستان د ملي غورځنګ مشر ډاکټر فيض محمد ځلاند
د باچا واټ پرانستنې مراسم
د باچا واټ پرانستنې مراسم



XS
SM
MD
LG