د لاسرسي ځای

تازه خبر

اواران کې هېڅ حکومت نه وو. ډاکتر مالک بلوڅ


د بلوچستان وزیراعلی زیاته کړه په اواران او کېچ سیمه کې په دې زلزله کې ټول ۴۰۲ تنه مړه شوي، او شاوخوا اته سوه ژوبل شوي دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د سيپټيمبر د څلرویشتمې نېټې تر زلزلې وروسته چې اواران او کېچ سیمه يې د چارواکو په زیاته متاثره کړې، د بلوچستان حکومت د سېشنبې په ورځ له نړیوالو موسسو سره سره له ملګرو ملتونو هم خواست وکړ، چې د زلزله ځپلو سیمو په بیا ودانۍ کې دې ورسره مرسته وکړي.


د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر کالک بلوڅ چې د زلزله ځپلو سیمو پنځه ورځنۍ دوره يې کړې، له خبریالانو سره په يوه خبري غونډه کې وویل ؛په لومړيو دوو ورځو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو له خوا ورته مشکلات وو، خو د ده په خبره اوس يې پرې تر ډېره ځايه قابو موندلی او امدادي کارونه په ټولو سیمو کې روان دي؛.

؛ په لومړنيو دوو ورځو کې موږ ته دا ستونځه پيدا شوه، چې موږ په زلزله ځپلو کې خيمې تقسیم کړې، څه خلک راغلل او هغوی هغو خیمو ته اوور ورته کړ. بیا تر هغه وروسته موږ عوامي رابطه مهم پېل کړ. خلک مو را وغوښتل او له هغوی سره مو خبرې وکړې. بیا وروسته دا وو، چې هغوی بیا په باقاعده توګه سامانونه اخیستل پېل کړل؛.

ډاکتر عبدالمالک بلوڅ په دې خبري غونډه کې وویل اواران هغه بلوڅ مېشته سیمه ده، چې دده په خبره په تېر لس کاله په کې هېڅ حکومت نه وو. او د ټولو سرکاري ادارو مشران له هغه ځايه تښتېدلي ول. او هېڅ يوه سرکاري اداره هلته فعاله نه وه.

؛ د دې زه تاسو يواځې يوه بېلګه درکوم او هغه دا چې هلته زموږ د لیویزو ۱۴۰ پوستې وې. خو په حقیقت کې يواځې درې پوستې فعاله وې. هلته نه هم د صحت په څانګه کې څوک وو، او نه به بله کومه څانګه کې. نو موږ چې په اواران کې په کومو حالاتو امدادي کار پېل کړ، هغه بېخي زیات د وېرې ماحول وو؛.

د بلوچستان وزیراعلی زیاته کړه په اواران او کېچ سیمه کې په دې زلزله کې ټول ۴۰۲ تنه مړه شوي، او شاوخوا اته سوه ژوبل شوي دي.

د ویلو وړ ده چې اواران د بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن فرنټ مرکز دی، چې ځينو ازادو سرچینو مشال راډيو ته د ږغ او نوم نه خپرولو په شرط ویلي؛ لا هم په کې وسله وال حکومتي مرستندويه ډلې کار کولو ته نه پرېږدي. او نه په ځينو سیمو کې زلزله ځپلي حکومتي مرستې قبولوي. هم دې په پام سره د بلوچستان حکومت وار له مخه لا تر زلزلې وروسته په وسله والو ډلو ږغ کړی وو، چې پر امدادي ډلو دي بریدونه بند کړي، تر څو ټولو زلزله ځپلو ته پر وخت مرستې ورسېږي.
XS
SM
MD
LG