د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې غیابي جنازې


د هالنډ حکومت لویې څارنوالۍ د ۵۰۰۰ قربانیانو لیست خپور کړ، چې کمونیستي رژم کې وژل شوي ول، د هغوی غیابي جنازې د خوست مرکزي جامع جومات کې ترسره شوې

خوست والي عبدالجبار نعیمي په هغو مراسمو کې چې د ۱۳۵۷ همدارنګه ۱۳۵۸ لمریزو کالونو په موده کې د روس پلوه حکومت د څارګرې ادارې اګسا چې د افغانستان د ګټو ساتونکې ادارې مفهوم يې افاده کاوه، له خوا وژل شوي ول.


په دا وروستیو کې د هالنډ حکومت لویې څارنوالۍ د ۵۰۰۰ قربانیانو لیست خپور کړ، د خوست په مرکزي جامع جومات کې د هغوی غیابي جنازې او د یادولو مراسم ترسره شول.

د خوست والي پر دې مهال په خپلو خبرو کې وویل، که دا ډول لیستونو خپرول د دې له پاره وي هغه کسان محاکمه شی، چې قتلونه يې کړي او یا د افغانانو په قتلونو کې يې لاس وو، نو ټول ملت يې ملاتړ کوي، خو که چیرې د افغانانو د بې اتفاقۍ او د دوی د دردونو د تازه کولو په نیت وي،نو هغه دې په دې پوی شي چې دا ډول تلاشونه بې ځایه دي:

((موږ نن له هغه حالته راوتلي یو، نه چا ته د دې اجازه ورکوو، نه دې په دې لاره کې څوک د شیطانۍ تلاش وکړي او که کوي يې بې ځایه تلاش کوي.))

د هالنډ هېواد لويې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د هغو پنځو زرو افغانانو نومونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د کمونيستي رژيم پر مهال په اولو دوو کالونو کې وژل شوي دي، یاد حکومت نوموړی لیست دوی سره د يوه پناه غوښتونکي افغان امان الله، چې په اګسا اداره کې يې د تحقیق د رئیس په توګه دنده اجراء کړې وه، د څرګندونو پر بنسټ چمتو کړى دى، نوموړي د دې له پاره د اګسا د استخباراتي شبکې پر وژنو او شکنجه کوونو اعتراف وکړ، چې غوښتل يې د پناه اخيستلو غوښتنليک يې ومنل شي.

د خوست په مراسمو کې د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب محمد نصیر حسن چې په خپور شوي لیست کې د پلار نوم هم دی او پلار يې په هغه وخت کې په بګرام کې د پوځي روغتون د سرطبیب په توګه دنده اجراء کوله وویل، چې په دې موده کې يې ډېر تکلیفونه زغملي، خو د پلار په قربانۍ يې ویاړي:

((له ننه ۳۴ کاله مخکې زما پلار په بګرام روغتون کې د سرطبیب په توګه دنده اجراء کوله او په لوړه ایماندارۍ، صداقت او اسلامیت يې خپله دنده پرمخ بیوله، په همدې وخت کې لا درکه شو، دا دی اوس يې د شهیدانو په لیست کې نوم خپور شو، زه د خپل پلار په شهادت ویاړم، موږ ماشومان ځیني پاتې شو، دا دی د اوږدو کالونو ویرونو او بدبختیو وروسته د خپل شهید پلار په فاتحه کې برخه اخلم، له تاسو ټولو د زړه له تله مننه کوم، چې موږ سره مو په دې محفل کې ګډون وکړ.))

د حاجي منډایر په نوم د خوست یو تن اوسیدونکي چې د هغه پلار هم په دې وخت کې د واکمن نظام له وژل شوی په خپلو خبرو کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د نوموړو وژنو او شکنجه کوونو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري:

((د افغانستان د اسلامي جمهوریت له محترم جمهور رئیس څخه موږ دا غوښتنه کوو، لکه څرنګه چې لیستونه د هالنډ هېواد څخه خپاره شول یا وروسته ممکن نور لیستونه هم خپاره شي، په همدې توګه هغه چا چې په ډېر ضالمانه او جابرانه ډول دا ظلم کړی دی، دا باید دقانون منګولو ته وسپارل شي، وروڼو که دا درته ووایم چې زما پلار ته په شکنجه کولو کې والله که یو نوک ورپاتې وي، والله دومره ظلم يې پرې کړی دی، چې هغه هېڅ د بیانولو نه دی.))

د یادونې وړ ده افغان حکومت د دوشنبې ورځ د روس پلوه رژيم د واکمنۍ په اولو کالونو کې د څارګرې ادارې (اگسا) له خوا د پنځه زره وژل شوو افغانانو د ياد اوغمرازۍ لپاره اعلان کړې او ويلي يې دي، چې د افغانستان بيرغ به په دې ماتم کې د دوو ورځو لپاره نيم ځوړند وي.
XS
SM
MD
LG