د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام له پاره مظاهرې، خو د پښتنو وژونکو پر ضد نه، ولې؟


پراګ - کله چې هم په یوه اسلامي هیواد کې د مسلمانانو پر وړاندې څه ګام پورته کېږي نو په پاکستان کې اسلامپاله سیاسي ګوندونه د دې پر ضد سړکونو ته ووځي، مظاهرې کوي او د خپل هیواد حکومت مجبوروي چې په دې لړ کې څه اقدامات وکړي.


د بېلګې په ډول څو ورځې مخکې په شام کې د رژیم له خوا پر خپلو خلکو د تشدد کولو په غبرګون کې جماعت اسلامي او نورو مذهبي ډلو په پاکستان کې مظاهرې وکړې.

پوښتنه دا ده چې په پېښور کې او یا د هیواد په نورو برخو کې چې د نا امنۍ او تاو تریخوالي پېښې کېږي نو د پاکستان مذهبي ګوندونه ولې د حملو پړه منونکو پر ضد سړکونو او کوڅو ته نه ور ووځي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د جماعت اسلامي یوه مشر سراج الحق مشال راډیو ته وویل: ((په شام کې دا خبره مالومه ده چې حکومت پر خپل ولس تشدد کوي، د هغوی پر ضد کیمیاوي وسله کاروي، خو په پاکستان کې ګوریلا جنګ روان دی او مالومه نه ده چې د دې بریدونو تر سره کوونکي څوک دي؟ نو موږ پوښتنه کوو چې موږ د چا پر ضد راووځو؟))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په پاکستان کې خو د بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې مني، نو دوی او نور مذهبي سیاسي ګوندونه ولې د دې ډلو پر ضد مظاهرې نه کوي؟

سراج الحق وايي، کوم کس چې رسنیو ته ټیلي فون کوي او د دې حملو پړه مني او وايي چې د طالبانو ویاند دی نو دا اړینه نه ده چې هغه دې ریښتیا هم د طالبانو ویاند وي.

بل پلو د جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان ډلې) یو مشر شجاع الملک وايي، که څه هم دوی په پېښور او نورو ځایونو کې د بمي حملو او چاودنو په څېر د ترهګرۍ د پېښو په سختۍ غندنه کوي خو نه پوهېږي چې احتجاج وکړي او که نه!!!

د اسماعیل خان ډېرې په ګومل پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد عزیز الله خان وايي، په پاکستان کې مذهبي سیاسي ګوندونه له ذهني ګډوډۍ سره مخامخ دي.

د ده په خبره، دې ګوندونو په تېرو وختونو کې د وسله والو په ښکاره مرسته کړې نو اوس نه پوهېږي چې په څه ډول د دوی پر ضد سړکونو ته ور ووځي.

عزیز الله خان وايي: ((په پاکستان کې مذهبي سیاسي ګوندونو په تېرو وختونو کې طالبان جوړ کړي دي او په ښکاره یې د هغوی مرسته کړې ده. نو اوس یې که پر ضد مظاهرې کوي نو دوی ته به لوی سیاسي زیان ورسېږي، نو همدا لامل دی چې دوی په ډاګه د طالبانو مخالفت نه کوي.))

نوموړی وايي، نه یوازې د پاکستان دننه مذهبي ګوندونه بلکې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول عرب هیوادونه هم د سني وسله والو ډلو له خوا د د پښتنو پر قتل عام غلي دي.

دی وايي، هغه ځکه چې یو خو پښتانه عربان نه دي بل دا چې عرب هیوادنه په پاکستان، افغانستان بلکې د نړۍ په هر ګوټ کې د سني وسله والو ډلو ملاتړ کوي او غواړي دا ډلې د نړۍ هره برخه ونیسي.

عزیز الله خان زیاتوي، د مذهبي سیاسي ډلو زیاتره مشران د پښتنو مشران هم دي نو چې دا مذهبي مشران غلي وي او دا بهانه کوي چې مالومه نه ده چې د دې چاودنو تر شا څوک دي نو تر هغې به پښتنو وینه تویېږي.
XS
SM
MD
LG