د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنه، درې کسان وژل شوي دي


غزني - په افغانستان کې د غزني سيمه‌ ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د عامو وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده، چې په کې درې کسان وژل شوي دي.


چاودنه د شنبې پر سهار د غزني په دهيک ولسوالۍ کې له عامو وګړو پر يوه ډک موټر شوې ده، چې په کې درې تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

په ژوبلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، پېښه نن سهار د اوو بجو په شاو خوا کې شوې ده.

دی وايي، وژل شوي کسان يو موټر چلوونکی او دوه کليوال دي او په ټپي شويو کې بيا د دوو تنو روغتيايي حالت نازک بولي.

((نن سهار په شپږ بجې او ۴۵ دقيقې د عامو وګړو يو موټر له تاسنګ کلي څخه ښار ته پر لاره وه، چې د سړک پر غاړه په ځای پر ځای شوي ماين ختلی دی. په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي چې يو موټروان او دوه کليوال دي او اووه نور بيا ژوبل شوي دي، په ژوبلو شويو کسانو کې دوه تنې ښځې او يو ماشوم شامل دي.))

چارواکي د سړک پر غاړه د ماين خښول د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شا و خوا درې اوونې وړاندې هم د غزني په مقر ولسوالۍ کې د عامو وګړو يو موټر پر ماين ختلی وو، چې په کې څلرويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG