د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدان وردګو کې اووه وسله وال وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي، بهرنيو سرتېرو په ميدان وردګو ولايت کې پر طالب وسله وال بريدونه کړي دي، چې په کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


هوايي بريد بهرنيو سرتېرو تېره شپه د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه محلې ډله کړی دی، چې په کې د يو قومندان په ګډون اووه تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

په بريد کې د طالبانو وژل شوی قومندان دل اغا نومېږي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوږياڼی وايي، په عملياتو کې له طالب وسله والو څخه وسلې او څو کړۍ ماينونه هم د سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

((په علي‌ خېلو سیمه کې تېره شپه د ایتلافي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان دل اغا په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول. د دغو عملیاتو په ترڅ کې له یادو وسله والو طالبانو څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل یوټکه، اته فایره د هاوان مرمۍ، دوه فایره مزائیل، څلور لاسي بمونه او یو شپنی دوربین هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.))

خوږياڼی وايي، په دې سربېره افغان ځانګړو ځواکونو د ميدان وردګو په سيد اباد کې يو تن وسله وال ژوندی نيولی او په چک کې بيا د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاوېدو له امله د ملي اردو يو سرتېری ژوبل شوی دی.

طالبان په جلريز کې پر خپلو ملګرو د بهرنيو سرتېرو د بريد په اړه ناخبري ښيي.

دوه ورځې وړاندې هم د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې د عملياتو له امله پنځه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي ول.
XS
SM
MD
LG