د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر حامدکرزی چین ته و رسېد


ولسمشر حامدکرزی
ولسمشر حامدکرزی

ولسمشر کرزی به له چسني مشرانو سره پر سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشری نن د چارشنبې ماښام د چین هېواد شانشي ولایت د شییان ښارته ورسېد.


حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې نن ماښام د شانشي ولایت له والي سره وګوري او سبا به د اروپا ـ آسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ولسمشر ویاند اېمل فیضي وویل چې چین ته د افغانستان د حامد کرزي سفر د دغه هېواد د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه وشو.

فیضي زیاته کړه: ولسمشر به چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر، صدراعظم او له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او په سیاسي، امنیتي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د سیمه ایزو مسلو په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.

د ولسمشر ویاند وویل چې له دوست او ګاونډي هېواد چین سره د افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د ګډې اعلامیې په چوکاټ کې د اهمیت وړ دي او افغانستان له دغه هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

هغه وویل، چې په دې سفر کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې او په افغانستان کې د چین د پانګې اچونې، د مس عینک د پروژې د کار چټکتیا او د چین پټرولیم شرکت لخوا د آمو سیند په سیمه کې د ګاز اېستنې په باب د دغه شرکت پر علاقه مندۍ د افغانستان د ملاتړ په باب به هم خبرې وشي.

اېمل فیضي وویل چې حامد کرزی او ملګری پلاوی به یې همدا راز د شانګهای د همکاریو سازمان د هېوادونو له دیپلوماتیکو غړو سره له دغه سازمان سره، له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان د همکاریو د پراختیا په باب هم خبرې وکړي.

فیضي څرګنده کړه چې چین ته د حامد کرزي د سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکاری درې تړونونه لاسلیک شي چې د هغې له جملې له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو چینایي ایوان مرسته، د زندانیانو د استرداد او د کابل پوهنتون او د چین د شییان پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونه شامل دي.

ده وویل چې اوس مهال له ۷۰ څخه زیات افغان پوځي محصلین په بېلابېلو برخوکې د چین په هېواد کې په زده کړو بوخت دي او پر دې سربیره له ۴۵ څخه زیات د ملي پولیسو افسران له نشیي توکیو او د بلوې ضد مبارزې په برخه کې په دغه هېواد کې په زده کړه بوخت دي او په پام کې ده چې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې دغه شمېر ۲۵۰ تنو ته زیات شي.

د ولسمشر ویاند ټینګار وکړ چې افغانستان د چین له ملي حاکمیت، د خاورې بشپړتیا او د تایوان، تبت او سنګیانګ د مسلو په اړه د دغه هېواد د دولت دریځ په بشپړه توګه ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG