د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني او میدان وردګو کې لس تنه وسلوال وژل شوي


د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې تېره ورځ یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پولیسو سره په ګډه عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې اوه تنه وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې تېره ورځ یې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې له پولیسو سره په ګډه عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې اوه تنه وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.


د تندر قول اردو څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې نړیوالو ځواکونو هم د لوګر ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه هوايي برید کې د حقاني ډلې درې وسلوال وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:

((د ۲۰۳ تندرقول اردو سرتیرو د ملي او سیمه ییزو پولیسو سره په ګډه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د بیرانه او ملکخېلو په سیمو کې عملیات ترسره کړي، په پایله کې۷تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.همدا راز نړیوالو ځواکونو د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اندر کلي په مربوطاتو کې پر وسله والو مخالفینو هوایې برید کړی، په ترڅ کې یې درې تنه وسله وال مخالفین وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړیدي، چې د حقاني ډلې پورې تړاو لري.))

که څه هم په خبرپاڼه کې د افغان سرتیرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په غزني کې د پاڅون کوونکو یو تن مشر سیدعلي خان مشال راډیو سره په خبرو کې د یو تن پولیس وژنه او دوه تنو ټپي کیدل تائید کړي دي، همدارنګه نوموړي ویلي، چې په دې نښته کې یوه میرمن او یو ماشوم هم ټپیان شوي دي.

د یادې نښتې په تړاو تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG