د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملابرادر چیرته تلی او څه کولی شي ؟


پاکستان د افغانستان د پرله پسې غوښتنو نه پس د طالبانو مهم قوماندان ملا برادر خوشې کړ. دملا برادر نه ډیر زیات توقعات ساتل شوي چې ګواکې دی به دافغانستان او پاکستان د اړیکو په رغولو او همدارنګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په روغه جوړه کې مهم رول ولوبوي. خو ایا دی دومره ظرفیت لري ؟ ایا طالبان دده خبره مني او باور پرې کیدای شي ؟

ملاعبدالغني برادر دپاکستان له زندانه خوشې شو، خو افغانستان ته ونه سپارل شو او نه هم تر دې ګړۍ نوموړي افغانستان ته دستنیدو پریکړه کړې او د راپورونو پر اساس نوموړی دامهال په کراچۍ ښار کې دی. ملا برادر څو لارې په مخ کې لري ، غره ته ختلای او د طالبانو په لیکه کې شاملیدای شي، په پاکستان یا کوم بل هیواد کې خاموشه ژوند غوره کولای شي، دملاضعیف، عبدالحکیم مجاهد او یوشمیر نورو پخوانیو طالب مشرانو په څیر افغانستان ته ستنیدای شي، خو مولوي عطا الله لودین چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال دی وايي :

(( مونږ امیدواریو چې ملابرادر به له دې وروسته هغه قدمونه پورته کړي چې د افغانستان د خلکو ورته ضرورت دی او په هغې باندې صلح راتلای شي. زمونږ هیله دا نه ده چې هغه دې بیا د وسله والو په ډله کې ورګډ شي. مونږ هیله من یو چې د نواز شریف د حکومت پرمهال راخوشې شوي طالبان به په جګړو کې برخه وانخلي. ))

افغانستان د ملابرادر د خوشې کیدو هرکلی وکړ، خو په دې خبره یې هم ټینګار کاوه چې دهغه ادرس باید معلوم وي، دافغانستان د سولې عالي شورا ورته لاس رسی ولري او د هغه ژوند دې خوندي وي.

ملا برادر درې نیم کلونه دپاکستان په بند کې تیر کړل او اوس چې خوشې شوی ښايي ډیرې ژمنې به ترې هم د پاکستان له خوا اخیستل شوي وي. افغان کارپوه احمد سعیدي وايي دنوموړي خوشې کیدل په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ګټه نه لري.

(( یو کس چې درې نیم کاله د پاکستان په زندان کې وخت تیر کړی وي ، هغه هیڅکله د سولې په پروسه کې کومک نشي کولای. پاکستانیانو به ملا برادر په ځینو شرطونو خوشې کړای وي چې دافغانستان په ګټه کار ونکړي او د پاکستان له مشورې پرته کوم ګام پورته نکړي. دده په خوشې کیدو طالبانو مثبت یا منفي دریځ نه دی ښکاره کړی، دی سخت ناروغه دی او کیدای شي تر رغیدو وروسته په سعودي عربستان یا کوم بل هیواد کې استوګنه غوره کړي او بس .. ))

ځیني کارپوهان داهم وايي چې کیدای شي د قطر برڅیره د طالبانو لپاره د ملا برادر په مشرۍ کې په کوم بل هیواد کې یو بل دفتر هم پرانیستل شي. کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي د طالبانو په لیکو کې چې کومه تشه د ملا برادر نیول کیدو پیدا کړې وه، هغه دوی د بل کس په ټاکل کیدو پوره کړې، خو د نوموړي خوشې کیدو دکابل او اسلام اباد اړیکې تر یوه بریده ښې کړې.

(( د افغانستان حکومت څو څو وارې د ملا برادر د خوشې کیدو غوښتنه د پاکستان نه کړې وه ، اخر هم پاکستان نوموړی خوشې کړ ، ځکه نور دهغه په زندان کې ساتل د پاکستان لپاره بې ګټې کار و. افغانستان نه پوهیږم ولې د ملا برادر نه دومره ډیر توقعات لري، حال دا چې ملا برادر کله هم داسې کار نه دی کړی چې د ستونزې د هوارۍ تمه دې ترې وشي. ))

ملا عبدالغني برادر یو وخت د طالبانو په لیکه کې د لوړې پایې کس ګڼل کیدو ، اوس چې له بنده ازاد شوی ، دده سباوون په هغو اقداماتو پورې تړلی دی چې دی به یې له دې وروسته ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG