د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپښتونخوا هنرمندان د امن لپاره هڅې کوي



که له يوې خوا د پاکستان په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ترهګرۍ پېښې دوام لري، نو له بلې خوا د سيمې يو شمېر هنرمندانو په شعوري توګه هڅه کړې چې د خپلو سندرو له لارې د سيمې او نړۍ خلکو ته د امن پيغام ورکړي.


د ملاکنډ سيمې پېژندل شوی شاعر اکبر سيال، چې په پښتنه خاوره راغلي د ترهګرۍ ناورين او له وجې یې د پښتون ولس د مشکلاتو حال د شعر په ژبه بيانوي، وايي چې د سپټمبر ۲۱ م نېټه، چې د سولې د نړيوالې ورځ په توګه لمانځل کيږي، له خپلو شاعرانو او هنرمندانو ملګرو سره په ګډه د پېښور په نشتر هال کې ولمانځله.

نوموړی زياتوي چې يو سندرغاړی کولای شي په شعر کې ورکړل شوی د امن پيغام په ډېره ښه توګه يو زيات شمېر خلکو ته ورسوي.

(( ټنګ ټکور، ميوزک، شاعري، دا د ژوند له پاره لازمي څيزونه دي. سندره ژوند دی او ژوند سندره ده. موږ چې کتاب چاپ کړو نو زيات نه زيات يو زر کاپۍ ترې جوړې شي. کتاب هر څوک اخيستی هم نه شي خو چې هنرمندان ملګري زموږ شعرونو ته د خپل ساز او اواز ښکالا ورکړي نو په لکونو خلکونو ته ورسيږي. زما په فکر دغه لار ډېره موزون او غوره ده. په ځانګړې توګه په خپل قام، هېواد، ژبه او کلتور مين هنرمندان بيا په دې پوهيږي چې د خپلو سندرو له پاره بايد کوم شعرونه انتخاب کړي.))

د خيبر پښتونخوا له نوښار سيمې سره تعلق لرونکی سندرغاړی فياض خان خيشګي په سيمه کې د امن پر ځای کولو کوششونو کې د پښتون هنرمند ونډه ډېره مهمه بولي. نوموړی، چې د پېښور د نشتر هال په کولتوري غونډه کې يې سندرې وويلي، زياتوي چې دغه رقم غونډې بايد د صوبې په نورو ضلعو کې هم جوړې شي.

((چې دغسې غونډې جوړيږي نو په راتلونکي کې به خامخا د دې يوه نتيجه راوځي. که دا رقم غونډې په هر ښار کې وشي او پر هم دغو موضوعاتو خبرې او موسيقي په کې وشي نو زما په نظر ډېره ګټه وره خبره به وي. بدلون به انشا الله راځي ځکه چې فنکار يو څيز ووايي نو زيات خلک يې اوري او اثر ترينه اخلي.))

فياض خيشګي د دې موضوع په يادولو سره چې ګنې په خيبر پښتونخوا کې د پښتو موسيقۍ د ودې او پرمختګ چارې له پامه غورځول شوي دي، زياتوي چې که حکومت له هنرمندانو سره مرستې کولو ته حاضر شي نو دوی به وکولای شي د امن پيغام په خپرولو کې خپل رول په ښه شان تر سره کړي.

((که ووايو نو په دې سيمه هنر له يوه مرګوني حالت سره مخامخ دی. ټول فنکاران په خپل مخ سر لګيا دي هلې ځلې کوي. خو بيا هم که دوی سره غونډ شي او د امن له پاره په ګډه کار وکړي، نو لاس ته راوړنې به يې ښې وي. په دغه برخه کې حکومت هم بايد له فنکارانو سره مرسته وکړي او د موسيقۍ د ودې کارونو ته لازمه پاملرنه وکړي.))

بايد وويل شي په دې وروستيو کې د پېښور د کالجونو او پوهنتونونو يوشمېر زده کوونکو هم، چې نوي نوي د پښتو موسيقۍ ميدان ته راوتلي دي، د امن پر موضوع ځانګړې سندرې جوړې کړې دي.
XS
SM
MD
LG