د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: وينه نه تويوو، وينه ورکوو!


په افغانستان کې د سولې په نوم سره نومول شوې، چې په ترڅ کې به يې د ننګرهار د سولې د شورا ولايتي کميټه بيلابيلې غونډې جوړوي، د ننګرهار د ځوانانو چارو له امريت سره په ګډه د جلال اباد ښار مرکزي روغتون د وينې بانک ته په زرګونو سي سي وينه عطيه کړه.

روانه اوونۍ په افغانستان کې د سولې په نوم سره نومول شوې، چې په ترڅ کې به يې د ننګرهار د سولې د شورا ولايتي کميټه بيلابيلې غونډې جوړوي، نن ( د شنبې يا خالي په ورځ) يې د ننګرهار د ځوانانو چارو له امريت سره په ګډه د جلال اباد ښار مرکزي روغتون د وينې بانک ته په زرګونو سي سي وينه عطيه کړه.


دغو ځوانانو د جلال اباد ښار له پښتونستان واټ څخه د عامې روغتيا تر روغتون پورې لاريون وکړ او د وينې د توييدو د مخنيوي شعارونه يې ورکول.

((موږ سوله غواړو. موږ سوله غواړو
موږ وينه نه تويوو وينه ورکوو.))


د ننګرهار د ځوانانو د منتخب فيدراسيون مشر سنګر عزيزي خبريالانو ته وويل چې ننګرهاري ځوانان د ملي احساس په بنياد دې ته حاظر شوي چې اړو کسانو ته خپله وينه عطيه کړي.

(( موخه د دې لاريون دا ده چې موږ نورو ځوانانو ته دا ذهنيت ورکوو چې موږ وينه نه تويوو، موږ وينه ورکوو. موږ جنګ نه غواړو، موږ سوله غواړو. او دا ځوانان له دې ځايه ځي صحت عامې ته او هلته خپله وينه ورکوي. دلته داسې زخميان يا داسې ناروغان شته چې هغوی وينې ته اړتيا لري او بيا په بانک کې وينه نه وي، نو دا ځوانان د ملي احساس له روحيې نه دې ته اماده شوي چې خپله وينه ورکړي.))

د ننګرهار د سولې د ولايتي کميټې د دارالانشا مشر بلال کريم مومند وايي چې د لاريون نه يې موخه دا ده چې خلکو ته د سولې پيغام ورکړي.

(( د ځوانانو چارو د امريت او فيدراسيون د سولې له شورا سره له صحت عامې پورې سوله اييز لاريون کوو چې موږ په ننګرهار کې سوله غواړو، جنګ نه غواړو او د دې عنوان د لاندې چې موږ وينه نه تويوو، وينه ورکوو. موږ دغه ځوانان به ځو او نن به په صحت عامه کې به عملاٌ د وينې بانک ته وينه ورکوو. موږ تر سلو پورې ځوانان اماده کړي دي.))

يو تن زلمې چې خپله وينه يې عطيه کړې، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( نوم مې انعام الحق لايق دی، د مجبوراباد د رښتينو ځوانانو د ټولنې مسوول يم. دلته موږ راغلی يو او نن غواړو چې خپلو هيوادوالو ته، ننګرهاريانو ته خصوصاٌ هغو خلکو ته چې زموږ وينې ته ضرورت لري، نو موږ دا لازمه وګڼله چې راشو او دغو خلکو ته خپله وينه ورکړو.))

دا چې دا وينه به کومو ناروغانو ته ورکول کيږي، په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتيا د روغتون د وينې د بانک مسوول ډاکټر ښايسته رحمان عابد مشال راډيو ته وويل:

(( د ورځې به حدود د شلو ډيرشو تنو پورې ناروغان موږ لرو چې دا ټول هغه ماشومان دي چې د هغوی بدن په کافي اندازه وينه نه جوړوي، خپل خپلوان يې په وينه ورکولو ستړي شوي، کورنۍ يې په وينه ورکولو ستړي شوي، او هم بعضې مريضان دي چې د ټکر واقعه وي يا د انتحاري واقعه وي، په دغسې وخت کې هغه زخميان په پايواز نه لري، نو د دې په خاطر موږ دغه وينه ساتو او په عاجلو واقعاتو کې دغه وينه وروړو او هغو مريضانو ته دا وينه تطبيقوو.))

د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت په هرو دريو مياشتو کې ځوانان دې ته تياروي چې د جنګ او بد امنيو د قربانيانو تر څنګ د تليسيميا ناروغانو ته خپله وينه عطيه کړي.

د ياد روغتون د وينې د بانک مسوولين وايي چې په ننګرهار کې شاوخوا پينڅه سوه تنه ماشومان د تليسيميا په ناروغۍ اخته دي چې هره ورځ له شلو څخه تر ديريش تنو پورې ناروغانو ته د ځوانانو له خوا عطيه شوې وينه ورکول کيږي.
XS
SM
MD
LG