د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې ۱۴ وسله وال ووژل شول


په ميدان وردګو ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو د طالب وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې په کې ۲۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې افغان امنيتي ځواکونو له تېري جعمې ورځ راهيسې د طالب وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې په کې اته ويشتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی وايي، په دغو عملياتو کې د طالبانو دوه سيمه ييز قومندانان هم وژل شوي دي.

د طالبانو پرضد عمليات له پرون راهيسې د ميدان وردګو په دايميرداد، چک، سيداباد او ميدان کې پيل شوي دي، چې تر اوسه پورې پکې د چارواکيو په خبره، څوارلس تنه وسله وال وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری هم ژوبل شوي او يو بل وسله وال بيا ژوندی نيول شوی دی.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د قومندان ځنځير او ملا عبدالرحمان په نومونو د طالبانو دوه قومندانان هم شامل دي.

دی وايي، په عملياتو کې تر نښتو وروسته د وسله والو ځينې وسلې او چاودېدونکي توکي هم سرتېرو ته ور پاتې شوي دي.

"د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د دوو لوړ پوړو قوماندانو په ګډون څوارلس تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي، همدا راز د ملي اردو یو سرتېری هم د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی او د عملیاتو په لړ کې یوه اندازه مهمات او وسلې هم دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي."

تر اوسه پورې لا طالبانو د ميدان وردګو د سيمهييزو چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي دي.

شپږ ورځې وړاندې هم د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي وو، چې د چارواکو په خبره، پکې څوارلس تنه طالبان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG