د هند د ملي امنیت سلا کار وایي، د هند حکومت حاضر دی چې، د پاکستان د هرې هغې اندیښنې په اړه له اسلام آباد سره خبرې وکړي چې؛ په افغانستان کې د هند د فعالیتونو په اړه یې ممکن ولري.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د صدراعظم د بهرنۍ پالیسۍ سلا کار سرتاج عزیز ویلي وو؛ دوی به یوازې په هغه شرط په افغانستان کې مداخله بنده کړي چې هند له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هېواد کې د قدرت د خلا ډکولو فکر له سره لري کړي.
د هند د ملي امنیت سلا کار "شویشنکر مینون" د جمعې په ورځ وویل؛ د هند حکومت غواړي د پاکستان د هرې هغې اندیښنې په اړه بحث وکړي چې په افغانستان کې د دې هېواد د فعالیتونو په اړه یې ممکن ولري.
مینون وویل، په افغانستان کې زموږ اصلي لېوالتیا دا ده لکه څنګه چې مې ویلي، د افغانستان د خلکو لپاره داسې فضا برابره کړو، څه چې دوی یې غواړي هغه وکړي او هغه د افغانانو له خوا له ترور پرته د یوې باثباته او سوکالې ټولنې جوړول دي.
د هند د ملي امنیت سلا کار زیاته کړه، موږ به له افغانانو او افغان حکومت سره په دې هلو ځلو کې کار وکړو. موږ ځکه دا کار کوو چې باور لرو د افغانستان مساله نه ختمیږي.
د هند د ملي امنیت سلا کار "شویشنکر مینون" وویل؛ زه باور لرم چې په دې اړه د هېڅ اندیښنې ځای نشته. په حقیقت کې موږ پاکستان ته په وار وار ویلي؛ موږ خوښ یو چې، له دوی سره کینو او ورته ووایو چې، موږ په افغانستان کې څه کوو.
که په افغانستان کې زموږ د فعالیت یا کړنو په اړه هر ډول اندیښنه او شک موجود وي دا ډول خبرې او ناسته به ګټه ولري. د دې ډول یوې عمليې په نتیجه کې به پاکستان هم د افغانستان د ثبات یو عنصر شي.
د هند د ملي امنیت سلا کار دغه راز وویل؛ په افغانستان کې د هند پر هدفونو څو ځلې حملې شوي او د هند حکومت زده کړل چې؛ له دې ډول پیښو سره څه ډول معامله یا چلند وکړي.
د هند خبري رسنیو په دې راپور کې ویلي؛ د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي "جیمز ډوبنز" ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ په اړه زیاته مبالغه کوي او په افغانستان کې د هند حضور د کلتوري او اقتصادي اړیکو پر اساس دي.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر "ارشاد احمدي" او د هند د بهرنیو چارو وزیر "سوجاتا سنګ" د سپټمبر په ۱۷مه په نوې ډهلي کې وکتل او د افغانستان په اړه پر هغو مسالو یې بحث وکړ چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنګ کې به ورباندې بحث وشي.