د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ملا برادر له زندانه خوشي کړی


د طالبانو دوهم مشر او د کوټې د پوځي شورا مشر ملا عبدالغني برادر نن د شنبې په ورځ په پاکستان کې له زندانه خوشي شو.

د طالبانو دوهم مشر او د کوټې د پوځي شورا مشر ملا عبدالغني برادر نن په پاکستان کې له زندانه خوشي شو. د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت وياند عمر حامد بهرنيو اژانسونو ته د دې خبري تصديق کړی دی چې ملا برادر خوشی کړل شوی دی.


د ملا برادر د خوشي کیدو خبر پاکستان د روانې میاشتې په لومړیو کې ورکړی و او پرون یې په یوه بیان کې دا ومنله چې د سپټمبر په ۲۱مه نېټه به ملا برادر پریږدي.

اسلام اباد وایي، چې ملا برادر یې د افغانستان د حکومت په خوښه پرې ایښی دی، څو دی له طالبانو سره د سولې په هلو ځلو کې مرسته وکړي.

افغان حکومت د پاکستان د دې پریکړي هرکلی کړی او د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي، د ملا برادر خوشي کیدل به د سولې له بهير سره مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي دي چې هیله لري چې ملا برادر کابل ته ورشي او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې رسنیو ته وویل،

که چیرته ملا برادر په پاکستان کې هم پاتیږي پکار ده چې په خوندي ځای کې وي او په داسې ځای کې وي چې له هغه سره خبرې ممکنه وي.

ملا برادر له دریو کلونو راهیسې په پاکستان کې بندي و. دی په ۱۹۹۴ کې د طالبانو د غورځنګ له بنسټ ایښودونکو څخه و او د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته ډیر نژدې کس دی.

پاکستان د ملا بردار تر خوشي کیدو مخکې هم ۳۳ طالبان د یوه کال په موده کې له خپلو زندانونو خوشي کړې وو.

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، د پاکستان له زندانه د ملا برادر آزادېدل به د سولې د خبرو بهیر چټک کړي.

معصوم میوند د سولې د عالي شورا له ویاند مولوي شهزاده شاهد سره مرکه کړې او له هغه څخه یې تازه معلومات غوښتي دي.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د سیاسي چارو ځینې کتونکي وايي ښايي ملا برادر ترکیې یا سعودي عربستان ته واستول شي.

په کابل کې د طالبانو د دوخت پخوانی چارواکی او د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي چې په دې اړه افغانستان او پاکستان له مخکې موافقه کړې او په دې توګه هڅې روانې دي چې د منځلارو طالبانو لپاره یو دفتر له افغانستانه بهر پرانستل شي.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي مژده سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د ملا برادر خوشې کیدل د سولې له پروسې سره څومره مرسته کولای شي، دی وايي....
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG