د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ووژل شو


نن د جمعې لمانځه پر مهال د خوست ولایت یو تن قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ د خوست جامع جومات کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا د لمانځه پر مهال ووژل شو.

نن د جمعې لمانځه پرمهال د خوست ولایت یو تن قومي مشر او جهادي شخصیت حاجي ناظم ځدراڼ د خوست ښار په مرکزي جامع جومات کې د ناپېژاندو وسلوالو له خوا د لمانځه پر مهال ووژل شو.

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې حاجي ناظم ځدراڼ په مرکزي جامع جومات کې پر لمانځه بوخت وو، چې د ناپیژاندو وسلوالو له خوا د تومانچې په ډزو ووژل شو:

((په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن د جمعې په مبارکه ورځ د خوست یو تن مخور او متنفذ شخصیت حاجي صیب ناظم ځدراڼ د خوست ښار په مرکزي جامع جومات کې په داسې حال کې د نامالومو وسلوالو له خوا په شهادت ورسید، چې په لمانځه باندې بوخت وو، موږ په حاجي صیب ناظم برید د خوست په ولس باندې برید بولو، د ده مړینه د خوست د خلکو خصوصاً د مشرانو په برخه کې یوه ستره ضایع بولو.

حاجي صیب ناظم هغه څوک وو، چې تل يې له ملي ګټو څخه په زغرده دفاع کوله، همدا لامل وو، چې وخت ناوخت به دی او د ده کورنۍ د وسلوالو بریدونو لاندې هم راتلل، موږ اړوندو کشفي او امنیتي ادارو ته کاملاً دندې سپارلي دي، چې د پيښې په اړه کلکې پلټنې وکړي، عاملین او قاتلین يې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.))


حاجي ناظم ځدراڼ چې شاوخوا ۶۵ کاله عمر لاره ، د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني خېلو قوم اوسیدونکی وو، او د دولت د سختو پلویانو په ډله کې راته.

درې کاله وړاندې د ده دوه زامن او یو لمسی هم د وسلوالو په یو برید کې وژل شوي ول.

حاجي ناظم یو داسې مشر وو، چې په افغان دولت کې له ولسمشره بیا تر عادي مامورینو پورې کسان ورسره بلد ول او په نظام کې له ستر باور څخه برخمن وو.

هغه په جرګو او غونډو کې حقایق په ډاګه بیانول او خپل نظر يې له چا نه پټاوه، هغه د روسانو په مقابل کې د جهاد پرمهال د پیر سید احمد ګیلاني د محاذ ملي په تنظیم کې د لویې پکتیا په کچه یو نامتو قوماندان وو، او تر څنګ يې د یو قومي مشر او نرخي په توګه هم د جرګو، مرکو ، دعو او لانجو په حل کې مهمه ونډه درلوده.

حاجي ناظم ته په لویه پکتیا کې د یو با جرئته کس په نظر کتل او د خبرو پر مهال به يې ډېرې لویې او مهمې سیاسي او ټولنیزې خبرې د متلونو، پخوانیو کیسو او ټوکو په انداز وړاندې کولې او د پښتنو د پخوانیو مشرانو ښه تمثیل يې کاوه.

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې خبرپاڼې د خپریدو له لارې د پيښې غندنه کړې او حاجي ناظم يې یو هېوادپال شخصیت یاد کړی دی:

((الحاج ناظم ځدراڼ د خوست ولايت هغه مخور قومي مشر او جهاد ي شخصيت وو، چې تل يې د خپلو ولسونو د نېکمرغۍ، هوساينې، پرمختګ او ملي يووالي لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي، همداشان نوموړي د څوارلس کلن مقدس جهاد پرمهال د هېواد دخپلواکۍ، ازادۍ او اسلامي نظام د ټينګښت په لاره کې بې درېغه قربانۍ ورکړي، چې دخوست ولايت ټول مېړني قومونه او ولايتي اداره د ده د ترسره کړيو ولسي خدمتونو ستاينه کوي او پرې وياړي.

همداشان دخوست د ولايتي ادارې، ولايتي شورا، سولې ولايتي کمېټې، ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو او د بېلابېلو قومونو په استازيتوب دغه پېښه په سختو ټکو سره غندم او دغه کار د ټولو اسلامي،افغاني، انساني اوبشريت ضد عمل بولم.))


د حاجي ناظم ځدراڼ د وژنې مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG