د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هندي فلمي نړۍ باچا ناروغه دی


دلیپ کمار
دلیپ کمار

د دلیپ کمار یو ډیر پيژندل شوی فلم مغل اعظم نومیږي چې نه یوازې په هند بلکې په پاکستان او افغانستان کې یې هم ډیر مینه وال دي.

د لرغوني پيښور ښار پخوانی اوسېدونکی یوسف خان او د فلمي نړۍ دلیپ کمار بېګا شپه له ناروغه کېدو وروسته روغتون ته لېږل شوی دی.


نوي کالن دلیپ کمار د یکشنبې په ماښام په سینه کې له ناڅاپي دړد وروسته د ممبۍ یوه روغتون کې بستر شو .

د هغه کورنۍ یې دا رپوټونه رد کړي چې ګواکې پر نوموړي د زړه حمله راغلې وه .

په روغتون کې بستري کیدو د دلیپ کمار د هنر زیات مینه وال اندیښمن کړي دي.

یوسف خان (دلیپ کمار) د ۱۹۲۲ م کال د ډیسیمبر پر یولسمه په پيښور کې زیږېدلی دی.

دلیپ کمار په دوه ویشت کلنۍ کې د هندي فلم نړۍ ته ورغلی او په څه باندې ۶۰ فلمونو کې څرګند شو .

دلیپ کمار د هند په سینما (بالیووډ ) کې د تراژيدۍ د پاچا لقب لري.

د هند په سینما کې هغه د خپل هنر له کبله یو بې سارۍ مثال ګنل کېږي.

د هند حکومت د هغه د هنري هڅو د ستایلو په خاطر په نولس سوه یو نوي (میلادي) کال کې هغه د هېواد تر ټولو ستره دولتي تمغه پدما بوشن ونازاوه .

دی د خپل هنري خدمت په خاطر د هند د سنا غړی هم ټاکل شوی وو.

د دلیپ کمار یو ډیر پيژندل شوی فلم مغل اعظم نومیږي چې نه یوازې په هند بلکې په پاکستان او افغانستان کې یې هم ډیر مینه وال دي.

دلیپ کمار له نولس سوه اته نوي (میلادي) کال راهیسې په هېڅ فلم کې کار نه دی کړی .

د هغه د روغتیايي حالت په اړه نور تازه معلومات لا نه دي خپاره شوي.
XS
SM
MD
LG