د لاسرسي ځای

تازه خبر

میدان وردګ ولایت کې عملیاتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي



چارواکي وايي د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات شوي دی، چې پکې څوارلس تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. دوی وايي، په دغو عملياتو کې افغان سرتېرو له وسله والو څخه وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم نيولي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، په عملياتو کې د ملي پوليسو او ملي اردو يو تن هم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي. دی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.

(( په مرکز میدان ښار، جغتو، سیداباد، دای میرداد او چک ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د دوو پاکستانیانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، خوشبختانه په دغو عملياتو کې عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی. ))

بل پلو ، بيا په غزني کې د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ګردې په کلي کې طالبانو په يو جومات کې ماين جوړاوه، چې پرې ور چاودېدلی او دوه تنه يې وژلي دي. دی وايي، په چاودنه کې جومات هم ويجاړ شوی دی.

(( د ګردې په کلي کې طالبان په جومات کې د ماين په جوړولو لګيا وو، چې په دغه وخت ماين انفجار کړی دی. په چاودنه کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي او د جومات یوه برخه يې هم نړولې ده. ))

طالبانو لا تر اوسه د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG