د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې د تروريستي ډلو فعاليتونه په زياتېدو دي"


په ٢٠١٤م کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان وضعيت - د شانګهاى د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د پرونۍ غونډې د اجنډا مهمه مساله وه.


د قرغزستان ولسمشر الماس بېګ اتمبايف په افغانستان کې پر وروستيو تحولاتو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، په دې هېواد کې د افراطي او تروريستي ډلو فعاليتونه په زياتېدو دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي غونډې ته وويل، هېواد يې کلونه- کلونه د ټروريزم په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې و.

ښاغلي کرزي زياته کړه، نړيوالو تروريستي ډلو لکه القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ د خپلو فعاليتونو لپاره افغانستان انتخاب کړى او افغانستان يې په مخکې خنډ شوى دى.

افغان ولسمشر هيله وښوده چې امريکا به د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې د کابل له هڅو خپلو مرستو او همکاريو ته ادامه ورکړي.

په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د خپل افغان ساري په ملاتړ وويل، افغانستان د شانګهاى سازمان مرستو ته اړتيا لري:

”ډاډه يو چې د افغانستان وروڼه خلک به د شانهګاى سازمان د غړو هېوادونو همکاري له ځان سره ولري، دغه سازمان په افغانستان کې د راتلونکو تحولاتو په وړاندې دروند مسووليت احساسوي. دغه راز نړيواله ټولنه به په ٢٠١٤م کال کې د انتقال ستونزې سمبالې کړي، دا به جوته کړي، چې ټوله نړۍ د افغانستان بېرته په پښو درېدو ته خپل تعهد څرګندوي. دوى افغانستان د يوه غني تاريخ او کلتور لرونکي هېواد په توګه پېژني. موږ ټول مسوول يو چې د تاريخ په دې مهمه شېبه کې په مادي او معنوي لحاظ د خپل ګاونډى هېواد ملاتړ وکړو.“

د قرغزستان ولسمشر وويل د اکتوبر مياشتې پر لسمه به په بشکيک کې د افغانستان په اړه يو نړيوال کنفرانس جوړ شي.

د شانګهاى د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو په خپلو کې ځينې تړونونه هم لاسليک کړل، چې د بشکيک د اعلاميې په نامه سند هم په کې شامل دى.

په دې اعلاميه کې د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ، د مخدره موادو د قاچاق پر مخنيوي او د ټروريزم، افراطيت او بېلتون غوښتنې په وړاندې پر مبارزې په کې ټينګار شوى دى.

د شانګهاى د همکارۍ سازمان څوارلسمه غونډه به راتلونکى کال د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې جوړه شي.
XS
SM
MD
LG