د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: ترهګرۍ ضد جګړه د سیمې ګډ مسوولیت دی


افغان ولسمشر حامد کرزى وايي، د سيمې په هېوادونو کې د ترهګرۍ پراختيا، يوازې د افغانستان او پاکستان نه بلکې د سيمې او نړۍ ثبات او امن لپاره لوي خطر دی.


ولسمشر کرزي پرون د جمعې په ورځ د قرغزستان په مرکز بشکيک کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان په ديارلسمه غونډه کې وويل، د سيمې هېوادونه بايد دا تمه ونه لري چې ناټو، ايساف يا هم امريکا به سيمه له چلينجونو څخه وژغوري، بلکې د سختدريځۍ په وړاندې مبارزه د ټولو شريکه ذمه واري ده .

ښاغلي کرزي له دې سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان په مسئله کې لا جوت رول ولوبوي.

ولسمشر کرزى تر دې غونډې وروسته پرون د جمعې په ماښام کابل ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG