د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پر کونسلګرۍ ځانمرګی برید

نن د جمعې په سهار په افغانستان کې طالب وسله والو په غربي ښار هرات کې د امریکايي قونصلګرۍ سره نږدې برید کړی دی.


پولیس وايي، په دغه حمله کې د افغان امنیتي ځواکونو دوه سرتيري وژل شوي او پنځه برید کونکي هم له مینځه تللي دي.

د امریکا د قونصلګرۍ ویاند ویلي، ټوله حمله محفوظه ده. د هرات والي، نن مشال راډیو ته وویل چې یو ځانمرګي برید کونکي د قونصلګرۍ د ودانۍ نه په شپېته میټره واټن کې په یو موټر کې ځان والوځولو، چې وروسته بیا نورو وسله والو په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ډزې شورو کړې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ويلي، په یاده پېښه کې یې ډله لاس لري.

افغان پولیس وايي، د امریکا خاص ځواکونه د ودانۍ د خوندي کولو په موخه دننه ورغلي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG