د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا:موټر بم برید اوه تنه افغان سرتیري ټپیان کړل


نن جمعه، د سهار وختي د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د تلاشۍ پوستې ته نږدې د موټر بم برید شوی، چې په کې څلور تنه پولیس او درې تنه د ملي اردو سرتیري ټپیان شوي دي.


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، برید کوونکي غوښتل چې خپل موټر د پکتیکا مرکز ښرنې لوري ته بوځي او هلته په ټاکلي هدف برید وکړي، چې د سروضې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو د یوې تلاشۍ پوستې له خوا ورته د دریدو اشاره وشوه او هر کله چې نوموړي موټر توقف و نه کړ، د شاه له خوا د پولیسو تر برید لاندې راغلی او موټر منفجر شو.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، دا چې چاودنه د سروضې ولسوالۍ مقام او امنیه قوماندانۍ ته په نږدې واټن کې شوې، نو دواړو ودانیو ته مالي زیانونه رسیدلي او چاودنې له ځانه سره ۲۰ متره پوخ سړک ویجاړ کړی او په سړک کې يې یوه لویه او ژوره کنده جوړه کړې ده.

مخلص افغان دا هم وویل، چې په دې برید کې درې تنه د ملي اردو او څلورتنه پولیس ټپیان شوي، خو روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی، د ده په خبره ډیری سرتیري د ودانیو د راپریوتو له کبله ټپیان شوي دي.

د ویاند په خبره د پیښې سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا څیړنې او پلټنې پیل شوي دي، چې وروسته به يې په اړه رسنیو ته مالومات ورکړل شي.

که څه هم تر اوسه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو د پيښې په تړاو څه نه دي ویل، خو د ځايي طالبانو یوې سرچینې مشال راډیو سره په اړیکه کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي يې دي، چې د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نه لري، خو چاودنه ډېره درنه وه، ممکن ډېر مالي او ځاني تلفات به ولري.
XS
SM
MD
LG