د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ښوونځیو ته ۴۸ نوې ودانۍ جوړیږي


د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په روان لمریز کال کې به د نوموړي ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۸ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شي، بلخوا د یاد ولایت یو شمېر خلک وايي، چې تر اوسه هم په نوموړي ولایت کې د ودانیو تر څنک د پوهنې په ټول بهیر کې ګڼې ستونزې موجودې دي.


په پکتیکا ولایت، چې د ۳۴۶ بابه ښوونځیو له جملې څخه یوازې دریمه برخه یې ودانۍ لري، او ډیری زده کوونکي یې سوځنده لمر، یا هم خاورو او دوړو ته په بیدیاوو کې لوست وايي، په پام کې ده چې د روان لمریز کال په اوږدو کې به د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۸ بابه ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او ګټه اخیتنې ته وسپارل شي.

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي، چې د یادو ښوونځیو تر څنګ به نوموړي ولایت ته له ځانګړې شوې پرمختیايي بودجې څخه د دولس کله ډالرو په ارزښت پنځه نوې پروژې هم پیل شوي:

((۴۸ پروژې په روان لمریز کال کې پکتیکا له پاره منظورې شوي دي، چې دا د مختلفو ډونرانو له خوا تمویلیږي، تقریباً دوولس لکه ډالر د ولایت پرمختیايي بودجه ده، چې وزارت مالیې ورته په ځانګړي ډول په پام کې ورته نیولې وه، په دې دولسو لکو ډالرو پنځه پروژې په مختلفو ولسوالیو کې جوړیږي.))

بلخوا په پکتیکا کې د ځدراڼو د قوم یو تن مشر امرګل باز د پوهنې ریاست مسوولین د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې د پوهنې بهیر ته په نه پاملرنه تورنوي او وايي، چې ګیان، نکه او زیړوک هغه ځدراڼ میشتې سیمې دي، چې په هغو ولسوالیو کې په تېرو یولسو کالونو کې د یو ښوونځي لپاره هم ودانۍ نه ده جوړه شوې او حتا په نویو ۴۸ جوړیدونکو ودانیو کې هم ورته ونډه نه ده ورکړل شوې.

ګل باز وايي د ځدراڼ میشتو سیمو زده کوونکي سوځنده لمر، خاورو او دوړو کې زده کړو له پاره کیني، که ورته پام ونه شي، نو په هره ممکنه طریقه به خپل غږ پورته کوي.
د یاد ولایت یو بل تن قومي مشر ملک سید محمد د نویو ودانیو په جوړیدو خوښي څرګندوي، خو د پوهنې ریاست له چارواکو غواړي، چې د پروژو د پلي کیدو په وخت کې کیفیت په جدي ډول په پام کې ونیسي، نوموړي په ډيری ښوونځیو کې د درسي توکو، کمپیوټرخونو او لابراتوارونو د نه شتون یادونه وکړه:

((دا نوي تعمیرونه چې جوړیږي دا ډېره ښه خبره ده، دا هم ټولې پکتیکا ته بسنه نه کوي، خو بیا هم که یو مکتب جوړیږي موږ هرکلۍ ورته وایو، مهمه خبره داده کله چې کوم وخت دا کارونه پیليږي او جوړیږي دا باید په هغه سیسټم جوړ شي، چې دا تر یوه وخته پورې دوام وکړي.بل دا مکتبونه چې دلته موجود دي، په هغه کې هم موږ ډېرې کمبودۍ لرو، درسي مواد نه لرو، لکه د کتابونو کمۍ شته، په لیسو کې مو تر اوسه د کمپیوټر د عملي زده کړو پروګرام نه دی پیل شوی، همدارنګه لابراتوارونه هم نه لرو.))

یاده دي وي، چې په پکتیکا کې۳۴۶ بابه ښوونځیو څخه یې یوازې ۱۱۷ښوونځي ودانۍ نه لري، پکتیکا که څه هم نفوس لرونکی او د مساحت له پلوه د افغانستان په لویو ولایتونو کې راځي، خو یوازې یو لک ۴۳ زره ماشومان او ځوانان يې په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې درویشت زره یې نجونې دي.
XS
SM
MD
LG